ګردېز (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): د پکتیا د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي ۱۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د دغه سړک چارې نن د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د اوبو او برېښنا د وزیر ملا عبدالطیف منصور او یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور پیل شوې.
د اوبو او برېښنا وزیر وویل، د ګردېز- زرمت سړک په جوړېدو سره به د دغه ولایت د خلکو ترڅنګ د غزني او پکتیکا خلک هم ګردېز او کابل ته تګ راتګ کولای شي.
هغه زیاته کړه چې د دې لارې جوړېدل د سیمې د خلکو مهمه غوښتنه او اړتیا وه چې په نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن