ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د درېیو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

پکتیکا کې د درېیو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

author avatar
9 Sep 2023 - 16:16
پکتیکا کې د درېیو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
author avatar
9 Sep 2023 - 16:16

ښرنه (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): د پکتیکا د سپورټ امریت مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت په ارګون کې د درېیو ولایتونو د فوټبال ۶۰ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پای ته ورسېدې.

هغوی وايي، دا سیالۍ شاوخوا یوه میاشت مخکې د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو د ۶۰ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې چې د ارګون سوپر افغان لوبډلې لومړی او سرروضې سلطانو لوبډلې دویم مقام خپل کړ.

د پکتیکا د سپورټ او بدني روزنې امر محمدعثمان سیرت پژوک خبري اژانس ته وویل، د اتحاد په نوم دا سیالۍ شاوخوا یوه میاشت مخکې د ارګون فوټبال کمېټې له لوري سپورټ ته د ځوانانو هڅولو په موخه جوړې شوې وې.

دی زیاتوي چې په راتلونکي کې به په نورو سیمو کې هم دا ډول سیالۍ ترسره شي.

د ارګون فوټبال کمېټې مسوول محمدنسیم ملنګیار وايي، د دې ډول سیالیو له لارې له یوې خوا ځوانان له سپورټ سره مینه پيدا کوي او له بلې خوا خلکو ته د تفریح يو ښه فرصت برابرېږي.

خو دی وايي چې په ارګون کې د فوټبال لپاره مناسب لوبغالی نه لري او هیله لري چې مسوولین دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د ارګون عام خلک او د سپورټي سیالیو مینه‌‎وال وايي، سپورټي سیالۍ د دوی د تفریح لپاره یوازېنی فرصت وي او له چارواکو غواړي چې دا ډول سیالۍ ډېرې کړي.

د حافظ الله وفا په نوم یوه ځوان پژواک ته وویل: «له مسوولینو مو غوښتنه دا ده د اورګون لپاره دې د فوټبال معیاري لوبغالي او کلبونه جوړ شي چې له یوې خوا د ځوانانو د وړتیاوو غوړېدو او له بلې خوا د تفریح لپاره زمینه برابره شي.»

د یادونې ده، د تېرې شل کلنې جګړې په بهیر کې په ډېرو لرو پرتو سیمو کې د سپورټي سیالیو لپاره زمینه نه وه برابره خو اوس په هره سیمه کې وخت ناوخت ځوانان تفریحي او سپورټۍ سیالۍ ترسره کوي.

Views: 159

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.