ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې په جلا پېښو کې درې کسان مړه شوي

11 Sep 2023 - 18:51
11 Sep 2023 - 18:51

میمنه (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د دغه ولایت په خیبر او اندخوی ولسوالیو کې په درېیو جلا پېښو کې درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الله محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د خیبر ولسوالۍ په شورتاک سیمه کې په کورنۍ شخړه کې د زرعلم په نوم یو کس د خپل ماما، مراد له لوري په ډزو وژل شوی او د فېروز په نوم یو بل کس ټپي شوی دی.

محمدي زیاته کړه چې قاتل له سیمې تښتېدلی، خو امنیتي ځواکونو یې د نیولو په هڅه کې دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي حلیم پژواک ته وویل، شخړه د میراث پر سر پیل شوه، زرعلم او فېروز له خپل ماما د خپلې مور حق غوښته، خو په ‌ډزو یې ځواب ترلاسه کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version