Pajhwok Afghan News

دولت احمدزی: د کرکټ نړۍوال جام لپاره د ملي لوبډلې توپ‌اچوونکو انتخاب کې دې ډېره پاملرنه وشي

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د کرکټ د چارو یوه پوه د راتلوونکي کرکټ نړۍوال جام سیالیو ته په اشارې وویل، لازمه ده چې د غوراوي کمېټه دغو سیالیو کې د لوبغاړو په انتخاب کې توپ‌وهوونکي تغییر نه کړي، خو د توپ‌اچوونکو انتخاب په برخه کې ډېره توجه وشي.

ټاکل شوې چې د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکي اکتوبر میاشتې په ۵مه هند کې پیل شي نو له همدې امله نن د وږي په ۲۲مه د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه دغه جام کې د ګډون په موخه د لوبغاړو فهرست اعلانوي.

د هېواد د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې مخکني روزونکي دولت احمدزي پژواک ته وویل: «د افغانستان کرکټ بورډ باید متوجه اوسي چې سیالۍ په کوم هېواد کې دي او باید د ټیم ټولې برخې قوي کړي، داسې باید ونه شي چې د ورو توپ‌اچوونکو برخه کې توجه وشي او تېز توپ‌وهونکو برخې ته توجه ونه شي.»

هغه زیاته کړه ، لازمه ده چې د غوراوي کمېټه دغو سیالیو کې د لوبغاړو د انتخاب برخه کې دې توپ‌وهوونکې نه تغییروي، خو د توپ‌اچوونکو برخه کې دې ډېره توجه وکړي.

نوموړي د کرکټ ملي ټيم مخکنیو لوبو ته په اشارې وویل: «د توپ‌وهوونکو په برخه کې دې تغییرات نه راولي خو د توپ اچونې برخه کې دې کار وشي او مناسب ټيم دې اعلان کړي څو افغان توپ اچوونکي وروستي ۱۵ اورونو کې ښه توپ اوچونه وکړي د توپ اچونې برخه کې نوین الحق یو ښه انتخاب دی چې کولی شي وروستي اورونه ښه مدیریت کړي.»

هغه د مثال په ډول وویل: «په مخکنیو لوبو کې باید دوو فسټ بالرانو سلیم ساپي اوعبدالرحمن ته چانس ورکړل شوی وای څو ذهن او تکتیک عادي شوی وای.»

نوموړي زیاته کړه که دوی ته په نړۍوال جام کې فرصت ورکړل شي، ښایي دوی تر فشار لاندې راشي، خو له دې امله چې ډېر وخت ټيم کې و باید پر هغوی اعتبار وشي او ورته فرصت ورکړل شي.

هغه وویل: «ټوله نړۍ د افغانستان د ورو توپ‌اچوونکو نه وېریږي او تر فشار لاندې وي، نو له همدې امله که ټيم ښه مدیریت شي او په قوي مورال میدان ته راشي، زه ډاډه یم په نړۍوال جام کې څلور پنځه لوبې ګټو.»

هغه د ملي لوبډلې د مخکنیو بایللو لوبو په اړه وویل، که څه هم د ټیم په انتخاب کې ډېره ستونزه موجوده نه وه، خو د لوبغاړو ستړیا او مسلسلې لوبې د دې لامل شوې چې دغه لوبې وبایلي.

هغه وایي: «زموږ لوبغاړي لکه څنګه چې مخکې په لوړو ټوپونه اوټېدل بیا هم اوټ شول لوبغاړو چې کومې ستونزې مخکې لرلې اوس یې هم لرلې یعنی د لوبو لپاره ښه تیاری نه و نیول شوی نو له همدې امله مو لوبه وبایلله.»

احمدزي د لوبډلې مدیریت ته په اشارې وویل چې دې برخې هم ستونزې لرلې او له توپ‌اچوونکو په موقع ښه استفاده نه کېدله، د لوبې فشار نه کنټرولېده او وروستیو اورونو کې یې لوبه وبایلله، نو اړتیا چې دې برخه کې هم کار وشي، که کار ونه شي بل انتخاب راشد خان دی چې دا لوبې ښې مدیریت کړي.

Views: 149

Exit mobile version