ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار – بدخشان لویې لارې بیارغولو چارې پیل شوې

14 Sep 2023 - 16:31
14 Sep 2023 - 16:31

تالقان (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د تخار د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، د تخار – بدخشان لویې لارې چې ۵۸ کیلومتره اوږدوالی لري،‌ د بیارغولو چارې پیل شوې.

د تخار د ټولګټو چارو رییس مولوي امیرخان حذیفه وویل، د یاد سړک بیارغونه کې داغګیري، د استنادي دېوالونو، سټنډرډ واش، د شاخانه درې سیمه کې د ویجاړ شوي پل او جالۍ لرونکو دېوالونو جوړول شامل دي، له تالقان ښاره پيل او د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې پای ته رسېږي.

د هغه په خبره، ټاکل شوې د یادې ۵۸ کیلومتره لارې بیارغولو چارې به د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.

ورته مهال، ځیني موټرچلوونکي د دې پروژې پيلېدو هرکلی کوي او وايي چې د لارې خرابوالي له امله له ډېرو کلونو راهیسې له ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version