ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یان اګلنډ: د افغانستان خلک اوس تر بل هر وخت ډېر د نړۍوالې ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري

14 Sep 2023 - 15:35
14 Sep 2023 - 15:35

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د ناروې د کډوالۍ شورا عمومي منشي ویلي، د افغانستان وګړي تر بل هر وخت ډېر د نړۍ‌والې ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري.

د ناروې د کډوالۍ شورا عمومي رییس یان اګلنډ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، یوازې بېړنۍ مرستې د خلکو اوږودمهاله اړتیاوې نه شي پوره کولای.

هغه ویلي: «تمویل‌کوونکي باید دوامداره مالي ملاټر او د پراختیایي مرستو بېرته ستنېدو ته ژمن وي؛ د افغانستان وګړي تر بل هر وخت ډېر د نړۍ‌والې ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري.»

هغه ویلي: «وضعیت لا هم ستونزمن دی؛ خو زموږ ښځینه او نارینه مرسته‌کوونکي د دې وړتیا لري چې د ټول هېواد اړمنو نارینه‌وو او ښځینه‌وو سره مرستې وکړي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version