ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد ۷ نورو ولایتونو کې هم د علماوو شوراګانې جوړې شوې

17 Sep 2023 - 18:37
17 Sep 2023 - 18:37

کابل (پژواک، ۲۶ وږي ۱۴۰۲): چارواکي وايي، د غور، نورستان، بامیانو، دایکندي، میدان وردګو، لغمان او سرپل ولایتونو کې هم د علماوو شوراګانې جوړ شوې او دغه شوراګاې به د ورسپارل شوو چارو په برخه کې د خپلو ولایتونو اړوند مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه شوراګانې د اسلامي امارت د مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې د چارو د لا ښه سمون په موخه جوړې شوې دي.

هغه وایي، علماء کرام او متنفذین د یادو شورا د مسوولینو او غړو په توګه ټاکل شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، مولوي احمد د د غور علماوو شورا د رئیس په توګه، مولوي محمدایوب د شورا مرستیال په توګه، مولوي حفیظ الله د شوار د اداري او مالي چارو د مسئوول په توګه، شیخ فضل‌الرب، مولوي مولا داد، مفتي خیرمحمد، مولوي محمد نعیم، مولوي عبدالحلیم، مولوي محمد سرور، مولوي محمد اسحق، مولوي محمدرحیم، شیخ ریاض‌الدین، مولوي جلال‌الدین، مولوي محمدرسول او مولوي محمدحسن د یادې شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

هغه همدا راز لیکلي چې مولوي حیات الله، د دایکنډي ولایت د علماوو شوار د رئیس په توګه، مولوي محمد شفیق د شورا مرستیال په توګه، مفتي ضیا الحق د شورا د غړي او اداري او مالي مسئوول په توګه، مفتي رحمت الله، مفتي محمد رحیم، مولوي عبدالولي، مولوي محمد نعیم، مولوي علا الدین، مولوي حبیب الرحمان، مولوي حکمت الله، مولوي محمد معصوم، مولوي رحمت الله، مولوي عصمت الله، مولوي محمد فارقو او مولوي انعام الله د یادې شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

مجاهد زیاته کړې، مولوي عبدالهادي د میدان وردګو ولایت د علماوو شورا د رئیس په توګه، مولوي محمد عابد د شورا مرستیال، مولوي روح الله د شورا د غړي او اداري او مالي مسئوول په توګه، مولوي محمدالله، مولوي محمد حلیم، مولوي عبدالرشید، مولوي امین الله، مولوي، نورالله، شیخ اسدالله، مولوي عبدالروف، مولوي رحمت ګل، شیرمحمد اخندزاده، مولوي همایون، مولوي محمد ناصیر او مولوي مجاهد الله د یادې شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

 د اسلامي امارت ویاند لیکلي چې مولوي محمد سلیم د لغمان ولایت د علماوو شورا د رئیس په توګه، مولوي امرالله د شورا مرستیال، مولوي عبدالمعبود د شورا غړی او مالي او اداري مسئوول په توګه، مولوي عمرګل، مولوي فدا محمد، مولوي عبدالرازق، مولوي رفیع الله، مولوي عبدالمنان، مولوي عبدالله. مولوي مطیع الله، مولوي عنایت الله، مولوي عبدالواسع، مولوي غلام حسین، مولوي شاه محمد او مولوي سیدهاشم د یادې شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

مجاهد همدا راز لیکلي چې مولوي عبدالمنان د سرپل ولایت د علماوو شورا د رئیس په توګه، مولوي محمد ظاهر د شورا مرستیال، مولوي خیرالدین د یادې شورا د غړي او اداري او مالي مسئوول په توګه،  مولوي سراج الدین، مولوي شفیق الله، مولوي محمد شاکر، مولوي فیض الله، مولوي محمد یوسف، مولوي امین الله، مولوي ولی محمد، مولوی محمد مجاهد، شیخ عبدالحق، مولوي اسلام الدین، مولوي محمد رسول او مولوي محمود د یادې شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، مولوي عبدالقیوم د بامیانو ولایت د علماوو شورا د رئیس په توګه، مولوي محمد نظر د یادې شورا د مرستیالؤ مولوي اغا محمد د شورا د غړي او مالي او اداري مسئوول په توګه، مولوي محمدشاه، مولوي امین الله، او مولوي غلام حضرت د یادې شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

مجاهد لیکلي چې شیخ محمد انور د نورستان ولایت د علماوو شورا د رئیس په توګه، شیخ محمد علی د شورا مرستیال، مفتي محمد موسی د شورا د غړي او مالي او اداري مسئوول په توګه،  شیخ حبیب الرحمان، مفتي امان الله، شیخ نجیب الله، مولوي شاکر، مولوي محمد قایم، مولوي عبدالعلي، شیخ عبدالرحمان، مولوي مصباح الدین، مولوي تاج الدین، مولوي عبدالرحیم، او مولوي حبیب الله د یادې شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

مجاهد وایي، یادې شوراګانې مسوولین او غړي مکلفیت لري چي له لایحې سره سم د د دغو خپلو ولایتونو د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شوو موضوعاتو په اړه د ولایت اړوندو مسئوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکړي.

مجاهد زیاته کړې چې د یادو ولایتونو مسوولین مکلف دي چې د علماوو شورا پر مشورو د دوی د لایحې مطابق عمل او د لایحې په اجراء کې هم پوره هڅه وکړي.

Views: 185

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version