ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د تېرې جګړې قربانیانو یو شمېر کورنۍ له نړۍوالو د عدالت غوښتنه کوي

19 Sep 2023 - 16:29
19 Sep 2023 - 16:29

ترینکوټ (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د تېرې شل کلنې جګړې قربانیانو یو شمېر کورنۍ له حکومته د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې د جرمونو نړۍواله محکمه دې د دوی د عزیزانو قاتلین د عدالت مېز ته کش کړي.

د دهراوود د میاندو سیمې د ککرک کلي یوه اوسېدونکي ۷۰ کلن عبدالباري پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا شل کاله مخکې یې د وراره د واده په شپه پر کور بهرنیو ځواکونو هوايي برید وکړ چې د کورنۍ د غړو په ګډون یې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

هغه په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، زیاته کړه: «د ۱۳۸۱ کال د سنبلې میاشت وه، د شپې یوولس نیمې بجې وې، زما د وراره واده و، بهرنیو ځواکونو زموږ پر کور بمبار وکړ، زما د ۱۱ کلن زوی ترڅنګ ۴۲ کسان شهیدان، د مېرمنې او دوو لوڼو په ګډون مې ۱۹ نور کسان ټپیان شول.»

نوموړي چې په ونه دنګ و او خړ رنګ جامې یې اغوستې وې، وویل، پژواک لومړۍ رسنۍ ده چې خبریال يې کور ته ورځي او د حال احوال پوښتنه يې کوي.

هغه زیاته کړه: «د شپې یوولس نیمې بجې وې، مېلمنو ته مو ډوډۍ ورکړه، له کوره بهر کوټه کې مې له مېلمنو سره مجلس کاوه چې ناڅاپه د لویې چاودنې غږ شو، نه پوهېدم څه پېښه ده، خو کور کې ښځو او ماشومانو چیغې وهلې او ژړل یې.»

هغه زیاته کړه، هڅه يې کوله چې کور ته دننه شي او د خپلوانو له حاله ځان خبر کړي خو په وینا یې، د بمونو باران يې مخه ونیوه.

عبدالباري زیاته کړه، په همدې حال کې هر یو په دې هڅه کې و چې ځان وباسي او خوندي ځای ته پناه یوسي.

هغه سوړ اسویلی وایست، ويې ویل: «قیامت و قیامت!! مور له لور او زوی له پلاره بېزاره وو.»

هغه مخامخ ویالې ته په اشاره وویل: «دا ویاله چې تاسو یې وینئ، هغه شپه له اوبو ډکه وه، خو هر چا کوشش کاوه چې ځان له مرګه وژغوري او دلته پټ شي.»

هغه وايي، د امریکایي ځواکونو بمبار تر سهاره دوام وکړ خو د دوی نور څه په وس نه وو پوره، یوازې دعاګانې یې کولې.

نوموړي زیاته کړه، کله چې وضعیت ارام شو، کور ته ورغی، ویې لیدل چې د ښځو او ماشومانو جامې او د بدن غوښې شاوخوا پراته دي.

هغه په داسې حال کې چې غریو نیولی و او له سترګو یې اوښکې تلې، کیسې ته دوام ورکړ، ویې ویل، ټوله سیمه د انسانانو غوښو نیولې وه، پر ځان نه پوهېده، فکر یې کاوه خوب ویني.

باري دغه راز زیاته کړه، سهار د لمر له راختو سره سم یې کور ته کلیوال ورغلل څو مړي او ټپیان له خاورو راوباسي.

نوموړي وویل: «په ۴۳ شهیدانو کې ۲۱ ښځې او نجونې، ۷ ماشومان او ۱۵ نارینه وو، ټپیانو کې هم نهه ښځې پنځه ماشومان او نارینه وو.»

باري وایي چې د بهرنیو ځواکونو په دغه بمبار کې یې وراره (زوم) ټپي شو او د ناوې مور هم شهیده شوه.

هغه وايي، افغان حکومت او رسنۍ دې د ده غږ د جرمونو تر نړۍوالې محکمې ورسوي او د کورنۍ د غړو قاتلین یې باید مجازات شي.

د عبدالباري کلیوال هم دغه پېښه د خپل ژوند تر ټولو ترخه او نه هېرېدونکې یادوي.

د میاندو سیمې بل اوسېدونکی صالح‌محمد وايي، د دوی په کلي کې د واده پر کور یاد بمبار داسې ظلم و چې هيڅکله به يې هېر نه شي.

هغه وايي، په دغه برید کې يې پنځه کلنه لور شهیده او مېرمن یې ټپي شوه.

صالح‌محمد زیاتوي، له دې پېښې شل کاله تېر شوي خو دوی لا هم داسې احساس کوي چې پرون شوې او ټول وژل شوي کسان يې په سترګو کې ګرځي.

هغه وايي، حکومت دې د تېرې شل کلنې جګړې د ټولو قربانیانو لاسنیوی وکړي او د دوی غږ دې د جرمونو تر نړۍوالې محکمې ورسوي.

د اروزګان د دهراوود یو قومي مخور داوودشاه هم له حکومته غواړي چې له نړۍوالو سره دې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال افغانانو ته د اوښتو زیانونو حساب وکړي.

هغه وايي، دوی د جرمونو پر نړۍواله محکمه غږ کوي چې په افغانستان کې د جګړې د ټولو قربانیانو غږ دې واوري او هغه مجرمین دې د عدالت مېز ته کش کړي چې پر افغانستان يې برید کړی و.

بلخوا د دغه ولایت مسوولین بیا وايي، د جګړې د قربانیانو غږ به د حکومت له مشرانو سره شریک کړي.

د اروزګان والي مولوي محمدعلي‌جان احمد پژواک ته وویل: «د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یرغلګرو ځواکونو داسې کړنې کړې چې هیڅ افغان او مسلمان ته د منلو نه دي.»

هغه وايي، د خلکو غږ به د حکومت تر مشرانو ورسوي او په وینا يې، له یرغلګرو سره باید د هغوی د کړنو حساب وشي.

د یادونې ده، په هېواد کې د تېرې شل کلنې جګړې په بهیر کې پر مالي زیانونو سربېره لسګونه زره کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او یا يې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي.

Views: 256

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version