ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې پنځه کسان ټپیان شوي

23 Sep 2023 - 19:17
23 Sep 2023 - 19:17

پارون (پژواک، د تلې لومړۍ ۱۴۰۲): د نورستان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په واما ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ وسله‌واله شخړه کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.

د نورستان امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول غلام رحمن حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې نښته نن سهار د واما ولسوالۍ اړوند د بوني په ساحه کې رامینځته شوې ده.

هغه وایي چې دغه وسله‌واله شخړه د څرځای په سر رامنځته شوې چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

 د یادې سېمې یو قومي مشر محمدزمان شاکر هم د دغې پېښې د پخلي ترڅنګ وایي چې اوس مهال امنیتي کسان او قومي مشران یادې سېمې ته ورسېدلې راولاړه شوې شخړه تر یوه بریده هواره شوې ده.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version