ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا نړۍ‌وال سازمان افغانستان کې د بودجې د کمښت په اړه اندېښنه ښودلې

24 Sep 2023 - 18:41
24 Sep 2023 - 18:41

کابل (پژواک، ۲ تلې ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د بودجې د کمښت له امله اندېښنه ښودلې او وايي که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، اته میلیونه افغانان به له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي.

دغه سازمان نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلی: «د افغانستان خلکو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو کې زموږ د شریکانو او مرسته کوونکو په همکارۍ ستراتیژیک مشارکتونو د لید وړ اغېز لرلې دی، موږ د خپلو روغتیايي شریکانو له دوامدارو مرستو منندوی یو.»

سرچینه وایي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی په ځانګړي توګه د هېواد په محرومو سیمو کې حیاتي دی، د بودجې د کمښت د دوام په صورت کې به اته میلیونه افغانان اړینې روغتیایي مرستې له لاسه ورکړي.

د سرچینې په خبره، د یاد سازمان نه فعالیت د افغانستان د خلکو پر هوساینې او روغتیا دوامداره اغېز کولای شي.

د یادونې ده، د روغتیا نړیوال سازمان چې مخکې یو راپور خپور کړی و ویې ویلي و چې دا سازمان د لومړنیو روغتیايي اړتیاوو پوره کولو لپاره تر ۱۲۵ میلیون ډالر ډېرې اضافي بودجې ته اړتیا لري.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version