ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله ۱۷ کسان ټپیان شوي

کونړ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله ۱۷ کسان ټپیان شوي

author avatar
28 Sep 2023 - 16:30
کونړ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله ۱۷ کسان ټپیان شوي
author avatar
28 Sep 2023 - 16:30

اسعداباد (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۲): د کونړ چپې‌درې ولسوالۍ مسوولین وایي، نن د دې ولسوالۍ اړوند کنډۍ په پانډونو سیمه کې د ډاډسن موټر چپه کېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۷ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ټپيان شوي دي.

د چپې‌درې مرستیال سیدالرحیم مهاجر پژواک ته وویل: «نن دوه نیمې بجې د کنډۍ پانډونو سیمه کې ډاډسن موټر چپه شو چې له امله یې ۱۷ کسان چې پنځه ښځې، درې ماشومان او نهه نارینه وو ټپيان شوي دي.»

نوموړی وایي، په ټپيانو کې د دوه ښځو روغتیایي وضعیت خراب و او په وینا یې چې ټول ټپیان د درملنې په موخه د اسعداباد ولایتي روغتون ته ولېږدول شول.

هغه وایي، په ډاډسن موټر کې سپاره یاد کسان د یوې کورنۍ غړي او نوروستان ولایت ته په ښادۍ مراسمو کې د ګډون په موخه روان وو.

Views: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.