Pajhwok Afghan News

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د «یوټیوبرانو» لپاره د فعالیت کړنلاره جوړه کړې

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، له دې وروسته به یوټیوب‌چلوونکي د دغه وزارت کړنلارې سره سم فعالیت کوي او په خپلو خپرونو کې به اسلامي او افغاني ارزښتونه په پام کې نیسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي په یوه وېډیویي پیغام کې – چې د دغه وزارت پر یوټیوب چینل خپور شوی وايي، هېواد کې د یوټیوب‌چلوونکو فعالیتونه څاري او په دغو چارو کې د ګډوډیو د مخنیوي لپاره یې کړنلاره جوړه کړې ده.

هغه ویلي، څوک چې غواړي د یوټیوب له لارې فعالیت وکړي، مکلف دي چې د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت سره ځان ثبت کړي د خبریالۍ په برخه کې تحصيلي اسناد یا تجربه ولري، له دې پرته چاته پر یوټیوب د خپرونو اجازه نه ورکوي.

هغه زیاتوي، د یوټیوب چینلونو چلونکي بايد ملي ګټي، اسلامي ارزښتونه او افغاني فرهنګ په پام کې ونيسي.

فراهي دغه راز ویلي: «موږ ټولې رسنۍ څارو، یوټیوب هم څارو، هر هغه څوک چې له اصولو سرغړونه وکړي، را وبه غوښتل شي، او وبه پوهول شي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ویلي، د خیریه بنسټونو مسوولینو ته دا اجازه نه ورکوي چې خلکو سره د لږ مرستو لپاره د هغوی عزت او حرمت په نظر کې ونه نیسي.

فراهي زیاته کړې چې یاده کړنلاره یې افغانستان کې د واقعي ژورنالېزم دودولو لپاره رامنځته کړې څو د نظام اصلاح او د ټولنې د اذهانو تنویر لپاره کار وشي.

هغه د یادې کړنلارې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

Views: 338

Exit mobile version