ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقی د پاکستان او چین له استازو سره پر ګډو ګټو او ګواښونو خبرې کړې دي

30 Sep 2023 - 18:30
30 Sep 2023 - 18:30

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د چین او پاکستان له ځانګړو استازو په لیدنه کې پر ګډو ګټو او ګواښونو خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د چين او پاکستان له ځانګړو استازو يو شيانګ او اصف دراني سره ګډه ناسته کړې ده.

سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين پر اړيکو، ګډو ګټو او ګواښونو مفصلې خبرې وشوې.

هغه لیکلي، د بهرنيو چارو وزير پاکستان سره د افغانستان اړيکې دوستانه وبللې او ټينګار يې وکړ چې د ستونزو د راپورته کېدو پرمهال بايد د رسنيزو څرګندونو پر ځای له ډيپلوماټيکو لارو يې د هواري هڅه وشي.

د تکل په وینا، د پاکستان استازي هم ټينګار وکړ چې ستونزې باید د دوه اړخيزو ډيپلوماټيکو چينلونو له لارې هوارې شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، چينايي لوري د افغانستان او پاکستان د دوه اړخيزې ديپلوماسۍ ستاينه وکړه چې پر وخت يې اړوندو مسئلو ته حل‌لارې موندلې دي.

چينايي لوري دغه راز ډاډ ورکړی چې په سيمه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ د ملاتړي هېواد په توګه چمتو دی چې افغانستان سره په ګڼو برخو کې خپلې مرستې لا ډېرې کړي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه تېره ورځ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه.

د مسکو فارمټ غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په موخه رامنځته شوه؛ په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.

د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه تېر کال په نوامبر میاشت کې جوړه شوې وه خو له افغانستانه څوک نه وو وربلل شوي، خو سږ کال د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ور بلل شوی وو.

Views: 89

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version