ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د انجې بوټي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده

1 Oct 2023 - 19:26
1 Oct 2023 - 19:26

بامیان (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۲): د بامیان ځیني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د انجې بوټي کرلو او پالنې ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.

د بامیان د مرکز یوه اوسېدونکي اشرف د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل چې په وروستیو کلونو کې د انجې بوټي کرلو او پالنې ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې او کښت یې هم په دغه ولایت کې ښه پایله لري.

هغه زیاته کړه، د انجې کښت په دغه ولایت کې تازه دود شوی او ډېر تر اوسه د هغه د مسلکي کرلو او ساتنې په اړه معلومات نه لري.

د هغه په نظر، که د کرنې ریاست له خلکو سره د انجې د ترویج او د دغه بوټي روزنې برخو کې همکاري وکړي، کروندګرو ته به ښه ګټه ورسېږي.

دغه راز د یاد ولایت د پنجاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی حبیب‌الله هم وایي چې د انجې ګټه د کچالو او غنمو حاصلاتو په پرتله څو برابره ډېره ده، له همدې امله د خلکو لېوالتیا د یاد بوټي کرلو او پالنې ته ورځ تر بلې ډېرېږي.

نوموړی چې له درېیو کلونو راهیسې انجه کري، وايي، د انجې د یو کلن حاصل ګټه د غنمو او کچالو په نسبت اته برابره ډېره وي.

بامیان ولایت کې یو سوداګر زین‌الله چې د انجې کاروبار کوي وايي، پخوا په بامیان کې انجه نه کرل کېده او ډېرو خلکو دغه بوټی له غرونو راټولاوه.

د هغه په خبره، د انجې بوټي ناسمه راټولونه او له هغه بې دریغه استفاده د دې لامل شو چې دغه غرنی بوټی د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ شي، خو په دوو وروستیو کلونو کې کرنیزې انجې وده کړې او خلک یې په خپل شخصي لګښت په شنو خونو کې کري.

نوموړي په ډاګه کړه، د انجې بوټی پیاوړې ریښې او لوړې څانګې لري چې یو کلن بوټی یې له درېیو تر پنځو افغانیو پلورل کېږي او وروسته له درېیو کلونو شیره یا حاصل ورکوي.

زین‌الله زیاته کړه، د یاد بوټي شیره زېړ رنګ او تېز بوی لري چې په دودیزه توګه د میکروب، معدې او کلمو چینجیو د له منځه وړو، د وینې فشار کمېدو، تنفسي سیستم او د رحم او معدې پیاوړتیا لپاره د درملو په توګه کارول کېږي.

هغه زیاته کړه، کیفیت ته په کتو د انجې یوه کیلو له اته تر پنځلس زره افغانیو پلورل کېږي.

د بامیان د مالدارۍ او کرنې رییس ملا ګلاب‌الدین رب‌دوست هم پژواک خبري اژانس ته وویل، پخوا د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې غرنۍ انجه وه چې په غیرمسلکي ډول راټولېده او پلورل کېده.

د هغه په خبره، په دې وروستیو کې د انجې د له‌منځه تلو مخنیوي ترڅنګ د سیمې اوسېدونکو ته د دغه بوټي تخم وېشل شوی او د کرلو او راټولولو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده.

نوموړي دغه راز وویل، روان کال کې د کرنې ریاست له خوا د یاد ولایت په ورس، پنجاب، یکا‌ولنګ، سیغان، شیبر او کهمرد ولسوالیو کې د انجې ۷۸ کیلوګرامه تخم ویشل شوی څو د یاد بوټی ودې ته زمینه برابره او پالنې ته یې د خلکو لېوالتیا ډېره شي.

د بامیان د کرنې او مالدارۍ رییس وویل، انجه ډېره هند او پاکستان ته صادرېږي او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې هم ډېره کرل کېږي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version