ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او دایکندي ولایتونو کې له څه باندې ۲۲۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

4 Oct 2023 - 20:54
4 Oct 2023 - 20:54

نیلي، جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ تلې ۱۴۰۲): سېمه‌ییز مسوولین وایي، په ننګرهار او دایکندي ولایتونو کې د خوړولو نړیوال پروګرام له لورې له څه باندې ۲۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکیو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي قسمت الله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت په ګوشتې او دور بابا ولسوالیو کې له ۱۷۶۷ کورنیو سره د خوراکي توکیو مرستې وشوې.
هغه وایي چې دغه مرستې یې د خوړولو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ وېشلې دي.
هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې بېلابېل خوراکي توکي شامل وو.
د غور ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح الله غوثي هم وایي چې نن په دغه ولایت کې د خوړولو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ او د افغان اید موسسې په تخنیکي مرسته له ۵۰۰ کورنیو سره د غوړیو مرسته وشوه.
هغه د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۵۷ کیلوګرامه غوړي ورکړل شوي دي.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version