Pajhwok Afghan News

د کډوالو وزارت: د هغو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره چې له پاکستانه اېستل کېږي، مرستو ته اړتیا لرو

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): د کډوالو چارو وزارت یوه چارواکي، د پاکستان له خوا د افغان کډوالو په زور ایستل د نړۍوالو قوانینو خلاف بولي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غوښته کوي چې د بېرته راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې په موخه له افغانستان سره مرسته وکړي.

د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي د تلې په ۱۱مه ویلي وو که غیرقانوني افغان کډوال د نومبر تر لومړۍ خپل هېواد ته ستانه نه شي په زور به وایستل شي.

د بوګټي دغو څرګندونو د اسلامي امارت د چارواکو غبرګونونه را پارولي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس لیونارد زولو سره په لیدنه کې د پاکستان د حکومت د دغه اقدام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې هغو کډوالو ته یې چې اسناد نه لري یوه میاشت وخت ورکړی دی.

هغه زیاته کړې: «پاکستان د نړۍوالو قوانینو خلاف افغان کډوال باسي، موږ باید له اخراج شوو هرکلی وکړو او په دې اړه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستو ته اړتیا لرو.»

نوموړي ویلي چې دې وروستیو ۲۰ ورځو کې شاوخوا ۲۳ زره افغان کډوال له پاکستانه په زور را اېستل شوي او هغو ته د رسېدنې په موخه د ۶ وزارتونو ګډه کمېټه جوړه شوې چې په دې اړه کار کوي.

دې لیدنه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ رییس ویلي چې پاکستان باید د کډوالۍ نړۍوالو قوانینو ته درناوی ولري.

هغه وایي: «په پاکستان کې د کمېشنرۍ دفترونو مسوولینو، له پاکستاني چارواکو سره لیدنې پیل کړې، هیله ده چې ښې پایلې ولري.»

خو هغه ویلي: «د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ خپل لازم تدابیر باید ولري، امکانات او اسانتیاوې دې برابرې کړي، څو چې کډوال راځي په منظم او باعزته ډول خپلو اصلي سیمو ته وګرځول شي او باید په یوه عملي او ګډ پلان کار وکړو.»

نوموړي وویل چې د کډوالو د لا ښې رسېدنې په موخه به له مرستندویو ادارو سره هم وغږیږي.

Views: 21

Exit mobile version