ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې

5 Oct 2023 - 23:37
5 Oct 2023 - 23:37

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۲): د پاکستان لخوا د سلګونو زرو افغان کډوالو د ویستلو تر ګواښ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه اړیکه شوې ده.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت لخوا د تلې په ۱۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي په چین کې د ټرانس هماليا فورم درېیمې ناستې په څنډه کې د پاکستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، دوه اړخيزې سوداګرۍ، د افغان سوداګرو او په پاکستان کې د افغان مهاجرينو پر ستونزو اوږدې خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزير پاکستاني لوري ته په ډاګه کړه چې منفي رسنيزې څرګندونې، د ټرانزټ او تګ راتګ په وړاندي ستونزې  پیدا کول او د افغان کډوالو ځورول پر دوو اړخيزو اړيکو او دواړو هیوادو پر اقتصادي وضعیت اغېز پرېباسي.

نوموړي زیاته کړه چي دا ډول پرېکړي او اقدامات باید په ژور فکر او سړه سینه وشي.

پاکستاني لوري ټينګار وکړ چې د اختلاف وړ مسايل د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.

د پاکستان لنډ مهاله حکومت دوه ورځې مخکې په دغه هېواد کې له اسنادو پرته مېشتو  سلګونو زرو بې اسنادو افغانانو ته مهلت ورکړ چې په یوه میاشت کې ووځي، او که ونه وتل نو په زوره به وویستل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان پر دې پرېکړې کلک غبرګون ښودلی او ویلي چې دا ورته د منلو وړ نه ده.

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version