ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزی: له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د ټولو ارزښتونو خلاف دی

7 Oct 2023 - 00:53
7 Oct 2023 - 00:53

اټلانټا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند نامناسب او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو خلاف بولي.

د پخواني ولسمشر له دفتره د تلې په ۱۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د کرزي له قوله راغلي: «دا کړنه له هغې ورورګلوۍ او میلمه پالنې سره په تضاد کې ده چې د پاکستان خلکو د څه باندې څلوېښت کلونو راهیسې له افغان کډوالو سره کړې.»

حامد کرزی زیاتوي: «د پاکستان اوسني مشکلات نه په افغانستان او نه هم په افغان مهاجرینو پورې اړه لري، بلکې پاکستان کې د افغان مهاجرینو شتون دغه هېواد ته ګڼ اقتصادي او اجتماعي منفعتونه ور په برخه کړي دي.»

هغه هیله څرګنده کړې چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي او د مدبرانه او متمدنو اړیکو لاره اختیار کړي چې دا به د دواړو هېوادونو او سیمې په ګټه وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version