ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کانال اداره سږ کال له ۳۰۰ ټنه زيتونو تېل او اچار جوړوي

7 Oct 2023 - 12:08
7 Oct 2023 - 12:08

جلال‌اباد (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، د زيتونو په باغونو کې حاصلات ثمر ته رسېدلي، راټولول يې پيل شوي چې له شاوخوا ۳۰۰ ټنه څخه به تېل او اچار توليد شي.

د مسوولينو په وينا، د زيتونو د اچارو توليد او پروسس چارې پيل شوي او نږدې ورځو کې به د زيتونو د تېلو توليد هم پيل کړي.

د ننګرهار د کانال رياست وياند سيدهمايون غريبمل د تلې په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ادارې اړوند د زيتونو باغونو څخه به سږ کال تر ۳۰۰ ټنه پورې د زيتونو دانې راټولې شي چې له ډلې به يې لس ټنه اچار او له پاتې نورو به د زيتونو تېل توليد او پروسس شي.

دی وايي، که څه هم سږ کال د باغدارۍ له اړخه باغونه شاخ‌بوري شوي او ډېر حاصل يې نه دی ورکړی خو بيا هم دومره دانې راټولېږي چې د زيتونو د تېلو او اچارو په برخه کې د خلکو اړتياوې پوره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version