ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار سوداګر: پاکستان د اپټا تړون خلاف افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي

د ننګرهار سوداګر: پاکستان د اپټا تړون خلاف افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي

author avatar
9 Oct 2023 - 11:53
د ننګرهار سوداګر: پاکستان د اپټا تړون خلاف افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي
author avatar
9 Oct 2023 - 11:53

جلال‌اباد (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): ننګرهار کې ځيني سوداګر او د سوداګرۍ خونه وايي، د پاکستان حکومت له لوري پر یو شمېر ټرانزیټي توکو د پروسس فیس په نوم د ۱۰ سلنه مالیاتو وضع کول او پر ټرانزیټي محمولو د ۱۰۰ سلنه بانکي تضمین غوښتنه، د اپټا تړون خلاف دي.

هغوی وايي، افغان سوداګر د سل سلنه تضمين توان نه لري او د دې چارې پلي کېدل به افغان سوداګر له لوی زيان سره مخ کړي.

بلخوا د سوداګرۍ او صنعت وزارت هم دا ستونزه مني او وايي، له پاکستاني اړخ سره يې خبرې پيل کړې چې دا ستونزه حل کړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د مديره هیات غړي او سوداګر زلمي اعظمي پژواک خبري اژانس ته وويل، د پاکستان حکومت دا پرېکړه چې تر دې وروسته به د کراچۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو له محمولو سل سلنه بانکي تضمين اخېستل کېږي او په ځينو سوداګريزو توکو به لس سلنه ګمرکي ټېکس وضع کېږي، د اپټا تړون خلاف عمل دی.

هغه وويل: «کوم مالونه چې تر پرونه راغلي، له هغې نه غېر نور سوداګريز توکي چې د کراچۍ بندر له لارې يې افغان سوداګر راوړي، د پاکستان حکومت ويلي چې بايد سل سلنه بانکي تضمین ورکړي، که يو سوداګر د يو ميليون افغانيو/ ډالرو مال راوړي، بايد همدومره تضمين د پاکستان بانکونو کې کېږدي، چې دا شرط يو افغان سوداګر هم نه شي پوره کولای.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د اپټا تړون ۱۵ کاله وړاندې د افغان او پاکستان چارواکو له لوري د سوداګريزو اړيکو د پراختيا او د کارونو د پرمختګ لپاره د امريکا په منځګړتوب لاسلیک شوی او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د پاکستان پارلمان بيا تاييد کړی او سرپرست حکومت هم دغه تړون منلی دی.

هغه وايي، بله ستونزه چې د پاکستان حکومت د تازه پرېکړې له امله رامنځته شوې، پر هغو سوداګريزو توکو چې د پاکستان له لارې افغانستان ته راځي او بېرته قاچاق کېږي، له هغو په پاکستاني ګمرکونو کې د لس سلنه ګمرکي ټېکس ده چې دغه هم د ټولو نړۍوالو قوانينو او په ځانګړي توګه د اپټا تړون خلاف عمل دی.

ننګرهار کې سوداګر وايي، د کراچۍ بندر له لارې داسې سوداګريز توکي هم را وړل کېږي چې ځنډ يې له منځه وړي او له حکومته غواړي چې له پاکستان سره ورته چلند وکړي.

حاجي اسماعيل چې ننګرهار کې د بورې او غوړيو سوداګر دی، وايي، ځيني داسې توکي هم د کراچۍ بندر له لارې راځي، که درې ورځې هم وځنډېږي، له منځه ځي او سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان رسېږي.

په ننګرهار کې د شين چای يو سوداګر حاجي فيروز بيا له حکومته د ورته چلند غوښتنه کوي او وايي، دا چاره به د دې سبب شي چې پاکستاني سوداګر پر خپل حکومت فشار راوړي او له دې کړنې يې منع کړي.

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم دا ستونزه مني.

د دغه وزارت وياند عبدالسلام جواد پژواک ته وويل: «اپټا تړون پر خپل ځای ولاړ دی، شفاهي تفاهم شوی، پاکستان حکومت سره د اپټا تړون په اړه خبره شوې خو دې اواخرو کې متاسفانه چې ځيني مشکلات يې زموږ سوداګرو لپاره پيدا کړي دي.»

دی وایي، د سوداګرۍ وزير او د اسلامي امارت نور مشران د دې ستونزې پر بنسټيزې حل لارې کار کوي او هڅه کېږي چې پر بديلو لارو هم کار وشي چې راتلونکي کې سوداګر له ستونزو سره مخ نه شي.

څو ورځې وړاندې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت هم ويلي وو چې پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو سربېره، په دې وروستیو کې دغه هېواد د اپټا تړون خلاف د افغان ټرانزيټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخو کې خنډونه رامنځته کوي.

پاکستاني مسوولینو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 100

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.