ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سبا د پنجشېر یوه اندازه زمرد پلور ته وړاندې کېږي

9 Oct 2023 - 17:46
آرشیف
9 Oct 2023 - 17:46

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې سبا د پنجشېر یوه اندازه زمرد د داوطلبۍ له لارې پلوري، سوداګر او پانګوال کولای شي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د یادونې ده، د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د روان کال د وږي میاشتې په ۲۴مه ویلي وو چې په لومړي ځل د دغه ولایت د ۱۲۴۴ کرېټ په اندازه زمرد په قانوني ډول استخراج شوي دي.

هغه زیاته کړې وه چې دا قیمتي ډبره له استخراج وروسته د هېواد د ۱۵۰ ملي سوداګرو منځ کې داوطلبۍ ته وړاندې شوي وې چې په پایله کې یې د ۲۴ میلیونو او ۵۶۹ زرو افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه له پانګوالو غوښتي څو د زمردو د پلور په دې داوطلبۍ کې چې سبا د سه‌شنبې په ورځ تر سره کېږي، ګډون وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version