Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې نږدې ۱۸ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې د وېش لړۍ پیل شوه

ګردېز، پاراخ (پژواک، ۱۸ تلې ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وایي، په پکتیا کې نږدې ۱۸ زره بزګرانو ته د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه او په پنجشېر کې بیا له ۴۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرووف سعید پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې ۱۷۸۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شوي تخم او سرې د وېش لړۍ پيل شوه.

هغه وایي چې دغه مرسته یې د نارویژن مستندویې ادارې په مالي ملاتړ پیل کړې ده.

هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هر بزګر ته يوه پنځوس کيلويي بوجۍ د غنمو اصلاح شوی تخم او دوه پنځوس کيلويي بوجۍ توره او سپینه سره ورکول کېږي.

د هغه په خبره، دغه کرنيز مواد له بزګرانو سره د غنمو د ښه حاصلاتو په ورکولو کې ښه اغېز کوي.

د یو بل خبر له مخې، د پنجشېر سرې میاشتې د نشراتو مسوول نوراحمد امیري وایي چې نن په دغه ولایت کې له څلور سوه کونډو سره نغدي مرسته وشوه.

هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.