ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات له زندانه ۴۷۳ بندیان خوشي شول

13 Oct 2023 - 22:17
13 Oct 2023 - 22:17

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۲): د احتمالي زلزلې له امله د افغانستان سترې محمکې د هرات ولايت له محبسه د لسګونو زندانيانو ازادېدو خبر ورکړی دی.

سترې محکمې  د تلې په ۲۱مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي: «د سترې محکمې عالي مقام او جنوب‌لوېديځ زون د تمیز لوی ریاست په لارښوونه به د انساني ترحم او شفقت له مخې د هرات له عمومي زندانه څه باندې ۴۷۳ هغه زندانیان ازاد شول چې د حقوق‌الله له امله بندیان وو يا يې د حبس کمه موده پاته وه.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د سوېل‌لوېديځ زون د تفتيش يوه درې کسیز پلاوي ته دنده سپارل شوې وه چې د یاد ولایت له زندانه لیدنه وکړي، د زندان او زندانيانو وضعیت لـه نږدې وارزوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، د ياد پلاوي د دوه ورځنۍ ارزونې په پايله کې معلومه شوه چې د هرات زندان ودانۍ ته د زلزلې له امله زيان رسېدلی او د نړېدو له خطر سره مخ ده.

دغه راز یاد پلاوي د هرات په زندان کې د هغو ۴۷۳ بندیانو نوملړ ترتيب او د سوېل‌لوېديځ زون د تميز له عالي مقام سره شریک کړ چې د حقوق اللہ له امله بندیان وو يا يې د حبس موده کمه پاتې وه.

د سترې محمکې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي چې د سوېل‌لوېديځ زون د تميز عالي مقام د زندانیانو د یاد نوملړ له کتنې وروسته د يوه مكتوب له لارې د هرات مرافعه محکمې ته لارښوونه شوې چې دغه بنديان ازاد کړي څو په محبس کې د بندیانو حجم کم او د زلزلې په صورت کې د پاتې بنديانو تر یوه بریده ساتنه وشي.

سرچينې زياته کړې، پر دې سربېره د سوېل‌لوېديځ زون د تميز عالي مقام اړوند مسوولینو ته لارښوونه شوې چې د ښځو او ماشومانو په زندانونو کې چې اوسمهال يې ارزونه روانه ده او تر اوسه یې نوملړونه نه دي رارسېدلي، د خپل لزوم‌دید مطابق بنديان ازاد کړي.

د هرات زندان عمومي مدیر محمدنبي خلیل پژواک اژانس ته وویل، له تېرو دوو ورځو راهیسې له دغه زندانه ۴۷۳ بندیان خوشي شوي دي.

هغه زیاته کړه، ۲۰۰ بندیان پرون او پاتې ۲۷۳ نن خوشي شول.

ده وویل، د ډېرو د بند موده له ۵۰ ورځو کمه پاتې وه؛ ځکه عفوه ورته وشوه.

د خلیل په وینا، د دغه زندان نور دوه زره بندیان بل خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

Views: 523

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version