ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا پوهنتون کې درې ورځنی ملي اقتصادي کنفرانس پيل شو

14 Oct 2023 - 17:24
14 Oct 2023 - 17:24

ګردېز(پژواک،۲۲ تله ۱۴۰۲): پکتیا پوهنتون کې درې ورځنی ملي اقتصادي کنفرانس پیل شو چې په کې به اقتصادي فرصتونه، ننګونې او نور اړوند مسایل وڅېړل شي.

د ياد پوهنتون رییس مولوي محمدکريم حکيمي په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل: «د دغه کنفرانس د جوړېدو هدف دا دی چې د هېواد په اقتصادي مسايلو خبرې وشي او هغه فرصتونه، ننګونې چې په دې برخه کې موجودې وي، هغه تجزيه او تحليل شي او اړونده ادارو ته خام مواد او پاليسي ورکړل شي، څو د هغو په تطبيق کې ترې ګټه واخيستل شي.»

هغه زیاته کړه، د اقتصادي ستونزو پېژندنه، د طبيعي سرچېنو مديريت، د کورنیو توليداتو ملاتړ، د مالي پاليسي ارزونه هغه نور موارد دي چې په دې کنفرانس کې به پرې خبرې وشي.

د حکیمي د معلوماتو له مخې، د هېواد له بېلابېلو ادارو ۱۲۰ مسلکي مقالي دغه کنفرانس وړاندې شوې، چې ۴۶ يې د وينا له لارې اورول کېږي، ۳۱ يې چاپ کېږي او ۳۹ نورې يې د وينا او چاپ له اصولو سره برابرې نه وي.

د کورنيو چارو سرپرست سراج‌الدين حقاني هم په دې غونډه کې وویل چې د هېواد اقتصاد مخ پر ښه کېدو دی او د یو شمېر کړیو منفي تبلیغاتو ته باید غوږ ونه نیول شي.

هغه له پانګوالو وغوښتل چې هېواد کې امنیت ټینګ شوی او پانګونه دې وکړي.

د کانونو او پټروليم سرپرست وزير شهاب‌الدين دلاور هم په دې غونډه کې وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د هېواد په يو شمير ولايتونو کې ځينې کانونه قرارداد ته ورکړل شي چې ورسره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

او د دې ترڅنګ به د خامو موادو يو شمير کمپنۍ هم جوړې شي چې په دې سره به زرګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال دکتورعبدالطيف خيرخواه هم په نننۍ غونډه کې وویل: «زمونږ پوهنتونونه به نور نه يوازې د زده‌کړې ځای وي، بلکې د هېواد د مهمو حياتي مسايلو په راپلټلو او دولت ته د خامو موادو ورکولو ادارې به وي او په بېلابېلو مسايلو به کنفرانسونه او سمينارونه جوړوي.»

هغه زیاته کړه چې دا ډول کنفرانسونه ګټور او اغيزمن دي او له دې وروسته به د نورو ولايتونو په پوهنتونونو کې دا ډول غونډې جوړې شي.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version