ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار سوداګرۍ خونه: سږ کال د انګورو په صادراتو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی

24 Oct 2023 - 17:06
24 Oct 2023 - 17:06

کندهار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له دغه ولایته د انګورو صادرات پای ته رسېدلي چې سږ کال د تېر کال په نسبت دوه برابره ډېر وو.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، سږ کال له کندهاره هند او پاکستان ته د ۱۵ میلیونه او ۴۶ زره ډالرو په ارزښت ۲۸ زره ۳۴۳ ټنه انګور صادر شوي دي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم په بهر کې د انګورو تقاضا ډېره نه وه، خو سږ کال یې صادرات د تېر کال په پرتله نږدې دوه برابره ډېر وو.

هغه زیاته کړه: «سږ کال له کندهاره ۲۸ زره ۳۴۳ ټنه انګور صادر شوي چې مجموعي ارزښت یې ۱۵ میلیونه ۴۶ زره ډالر دی، خو تېر کال بیا د ۸ میلیونه ۹۹ زره ۴۶۰ ډالرو په ارزښت ۱۵۲۸۰ ټنه انګور صادر شوي وو.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version