ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: هڅه کوو د ا.ا او نړۍوالي ټولنې ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه ولاړ شي

ملګري ملتونه: هڅه کوو د ا.ا او نړۍوالي ټولنې ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه ولاړ شي

author avatar
24 Oct 2023 - 10:05
ملګري ملتونه: هڅه کوو د ا.ا او نړۍوالي ټولنې ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه ولاړ شي
author avatar
24 Oct 2023 - 10:05

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان په چارو کې د م.م ځانګړی همغږي‌کوونکی وایي، م.م هڅه کوي څو د ا.ا او نړۍوالې ټولنې ترمنځ ناسم پوهاوی لرې شي او له افغانستان سره پر تخنیکي او پراختیایي مرستو کار وشي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره په ارګ کې کتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، اوغلو ویلي: «افغانستان کې ښه پرمختګونه، په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د امنیت او ثبات د تامین برخه کې راغلي او موږ کوښښ کوو چې د افغانستان اسلامي امارت او بین‌المللي ټولنې ترمنځ ناسم پوهاوی رفع شي.»

هغه زیاته کړه: «موږ غواړو چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولرو او هیله لرو چې افغانستان له ګاونډیو او نړۍ سره په سوله او ارامۍ کې و اوسي او د بین‌المللي ټولنې فعال غړی وي.»

ده دا هم ویلي چې له افغانستان سره د تخنیکي او پراختیایي مرستو په اړه باید کار وشي؛ ځکه افغانان دغو مرستو ته اړتیا لري.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د متقابل درناوي او تعامل په فضا کې له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او د ا.ا او ملګرو ملتونو مسوولینو ترمنځ دا ‌‌‌‌‌‌ډول ناستې د ناسمو پوهاویو په له منځه وړو کې نېک کار دی او مسایل باید د خبرو او ‌‌‌‌‌‌ډیالوګ له لارې حل شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته مثبتو انکشافاتو ته په اشاره ویلي چې په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی، د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق منع شوی، د اداري فساد مخه نیول شوې، عمومي عفوه اعلان شوې، لسګونه زره روږدي راټول او درملنه یې شوې، مطبوعات د اسلامي اصولو او ملي ګټو په چوکاټ کې فعالیت کوي او د هېواد د ټولو وګړو حقونه د اسلامي اصولو مطابق تنظیمېږي.

حنفي هیله څرګنده کړې چې د فریدون سینیرلي په ماموریت سره د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ ناسم پوهاوي لرې شي.

Views: 80

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.