ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې لس کلنه ‎دښمني پای ته ورسېده

8 Nov 2023 - 17:44
8 Nov 2023 - 17:44

محمودراقي (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): د کاپیسا ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اله‌سای ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې له ۱۳۹۲ لمریز کال راهیسې موجوده وه، نن د قومي مشرانو او حکومت په منځګړیتوب پای ته ورسېدوه.

د کاپيسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د اله‌سای ولسوالۍ د شینکي کلي د اوسېدونکو مولوي ولي‌الله او خان‌الله ترمنځ دغه دښمني له ۱۰ کاله مخکې هغه مهال پیل شوه چې د مولوي ولي‌الله د کورنۍ یو کس د خان‌الله د زامنو له لوري ووژل شو.

په خبرپاڼه کې د کاپیسا د والي قاري احسان‌الله بریال په حواله چې په دغه سوله‌ییزه ناسته کې یې شتون درلود راغلی: «دا چې دواړو لورو د منځګړو بلنې ته لبیک وویل او دښمني یې پای ته ورسوله، دغه کار یې د خدای (ج) پر وړاندې زیات ثواب لري او له دې وروسته به له دښمني پرته ارام ژوند ته ادامه ورکوي.»

سرچینې دغه راز زیاته کړه چې د کاپیسا والي د خیر د دغه ډول نورو پېښو د هوارولو لپاره منځګړو کسانو ته ۲۰۰ زره افغانۍ مخکې له مخکې ورکړې دي.

د سرچینې په خبره، په دغه ناسته کې د منځګړو له لوري چمتو شوی پرېکړه‌لیک ولوستل شو او وروسته د دښمنۍ دواړو لورو د والي، علماوو او سپین‌ږیرو په شتون کې یو بل غېږ کې ونیول.

د یادونې ده، په وروستیو دوو کلونو کې په کاپیسا کې د لسګونه دښمنو کورنیو ترمنځ دښمنۍ پر دوستۍ بدلې شوې دي.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version