ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د ماشومانو حقونو ته د لومړیتوب په ورکولو ‎ښه راتلونکې جوړولای شو

ملګري ملتونه: د ماشومانو حقونو ته د لومړیتوب په ورکولو ‎ښه راتلونکې جوړولای شو

author avatar
20 Nov 2023 - 15:23
ملګري ملتونه: د ماشومانو حقونو ته د لومړیتوب په ورکولو ‎ښه راتلونکې جوړولای شو
author avatar
20 Nov 2023 - 15:23

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): د ماشوم نړۍوالې ورځې له راسېدو سره هم‌مهاله ملګرو ملتونو ویلي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د نوامبر شلمه د ماشوم له نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ دغه ورځ هر کال د ماشومانو روغتیا او سوکالۍ ته د پاملرنې په موخه د نړۍ په هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان نن (دوشنبه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ماشومانو حقونو ته د لومړیتوب په ورکولو، کولای شو ښه راتلونکې جوړه کړو.

سرچینې لیکلي: «نن د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو حقونه تر برید لاندې راغلي دي.»

دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د کار نړۍوالو سازمان د ۲۰۲۱ میلادي کال سروې له مخې، په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون او ۶۰ زره ماشومان درنو کارونو کې بوخت دي.

په همدې حال کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي مسوول سمیع‌الله ابراهیمي وايي، له څو کلونو راهیسې جګړو پر ماشومانو منفي اغېز کړی؛ ځکه د هغه په خبره، دوی خپل میندې او پلرونه له لاسه ورکړي او یا هم له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي چې له همدې امله اوس د درنو کارونو کولو ته اړ شوي دي.

خو هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د ماشومانو بنسټیزو حقونو او د هغوی د درنو کارونو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.