ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي

لوګر کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي

author avatar
21 Nov 2023 - 13:19
لوګر کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي
author avatar
21 Nov 2023 - 13:19

پل‌علم (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د لوګر امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک ته وویل، دغه ترافیکي پېښې تېره ورځ ناوخته د کابل – ګردېز پر لویه لار د مرکز پل‌علم اړوند په «التمور» او «خضر» سیمو کې رامنځته شوې دي.

ده وویل، لومړۍ ترافیکي پېښه په التمور سیمه کې د هایلکس موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې  دوه کسان پکې مړه او دري نور ټپیان شوي دي.

ده وویل چې دویمه ترافیکي پېښه په خضر سیمه کې د دوو کرولا موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې چې پنځه کسان پکې ټپیان شوي دي.

نوموړی دغه‌راز زیاتوي، د پېښو ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايې حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی ده.

د ده په وینا، یادې ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې دي.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.