ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال‌اباد ښار اتمه ناحیه کې د ۴۰ متره سړک جوړېدو چارو کې ځنډ خلک له ستونزو سره مخ کړي

26 Nov 2023 - 11:59
26 Nov 2023 - 11:59

جلال‌اباد (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د  ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار اتمه ناحيه کې د ۱۲ کيلومتره په اوږدوالي د جوړېدونکي ۴۰ متره سړک چارو ځنډ ځايي خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

دوی وايي، د سړک کارونه له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې په ټپه ولاړ دي چې د کورونو مخې يې بندې کړې او دغه راز د سړک دوړو خلکو ته ناروغۍ پیدا کړې دي.

د دغه سړک کارونه پنځه کاله مخکې د ټولګټو وزارت له لوري پيل شوي وو او ټاکل شوې وه په دوو کلونو کې بشپړ شي، خو لا هم نیمګړي پاتې دي او کار نه پرې کېږي.

دغه سړک د جلال‌اباد ښار د بهسودو له پله پيلېږي او د کوز کونړ/ ښېوې ولسوالۍ عبدالخېلو سيمې ته رسېږي چې مسوولين يې موخه له کونړه جلال‌اباد ته د راتلونکو موټرو د ګڼې ګوڼې کمېدل په ګوته کوي.

نوی جوړېدونکی سړک د جلال‌اباد ښار اتمې ناحيې اړوند د قاسم‌اباد او دامان له سيمو چې تر ډېره د هستوګنې کورونه په کې دي، تېرېږي او د کارونو ځنډ يې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

د دامان سيمې يوه ځايي اوسېدونکي غلام نبي مجاهد پژواک اژانس ته وويل، د سړک په کارونو کې ځنډ خلک له روغتيايي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زياته کړه: «دغو ګردونو موږ ته ډېر مشکلات جوړ کړي، ان تر دې چې ماشومان او موږ خو په خپل ځای پرېږده، زموږ بوټي هم وده نه کوي، دومره دوړې وي چې بوټې او انسانان بېخي له کاره غورځولي دي.»

يو بل ځايي اوسېدونکی سيد مختار وايي، دلته د سړک د دوړو له امله هر کور کې يو ناروغ موجود دی او نورې ستونزې يې هم خلکو ته پيدا کړې دي.

يو ځایي قومي مشر عبدالحنان ساپی وايي، د دغه سړک کارونو ځنډ د دې سبب شوی چې ترسره شوي کارونه هم ورځ تر بلې تخريب شي او د دولت مصرف شوې بودجه هم له زيان سره مخ شي.

دی وايي: «دغه سړک يو خو سېلابونو بېرته تخريب کړ، خراب يې کړ، بل د بهسودو له پله نه نيولې تر عبدالخېلو پورې دواړو خواوو ته د دغه سړک کلي پراته دي، سړک ډېره دوړه لري نو د دواړو خواوو ته کورونو خلک يې له ډېرو ناروغيو سره مخ کړي دي.»

پر خلکو سربېره د دغه سړک خرابوالي موټرچلوونکي هم زيانمن کړي، څومره پيسې چې ګټي نيمايي يې بېرته د موټرو په جوړولو مصرفوي.

حمزه چې په دغه سړک باندې ريکشا چلوي وايي، هره مياشت يو يا دوه ځلې خپله رېکشه د ترميم او جوړولو لپاره مستريانو ته بیايي.

بلخوا د ننګرهار د ټولګټو چارو رياست مسوولين وايي، د راتلونکي کال په انکشافي بودجه کې يې د دغه سړک کارونو د بېرته پيل وړانديز هم کړی دی.

د ټولګټو چارو رييس مولوي يارمحمد محمدي پژواک ته وويل، د سړک ۳۰ سلنه کارونه پخوا شوي او ۷۰ سلنه پاتې دي چې راروان کال به يې د جوړېدو کارونه پیل شي.

دی وايي: «موږ په راتلونکي انکشافي پلان کې دغه سړک نيولی، اوس مو وزارت ته لېږلی، راتلونکي کال لپاره، وزارت به یې راتلونکي کال کې انکشافي بودجه کې ونیسي، هغوی ته انتظار يو، مشکلات رښتيا هم شته او موږ بې تفاوته نه يو پاتې.»

د یادونې ده، د دغه سړک له جوړېدو سره به د يادې سيمې د اوسېدونکو سربېره د ننګرهار د کوز کونړ او دره نور ولسواليو او د نورستان او کونړ ولايتونو خلکو ته هم د تګ راتګ پرم هال اسانتياوې برابرې شي.

Views: 71

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version