ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

4 Dec 2023 - 23:38
4 Dec 2023 - 23:38

فراه ښار (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د فراه ځایي مسوولینو په هڅو د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د فراه د اطلاعات او فرهنګ ریاست له خوا د لېندۍ په ۱۳مه د شپې ناوخته خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه جوړه شوې جرګه کې د ولایت امنيه قوماندان، د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر رییس او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو او مخورو ګډون درلود.

د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر رییس مولوي عبدالمجید صمیم پژواک ته وویل چې په یاده سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ له ۱۳ کلونو راهیسې دښمني وه.

هغه زیاته کړې چې د دښمنۍ له امله له دواړو لورو دوه کسان وژل شوي هم وو.

صمیم وویل چې دغې دښمنۍ ته یې له ډېرو هڅو وروسته او د قومي مشرانو په همکارۍ نن د پای ټکی کېښود او دواړه لوري سره دوستان شول.

خبرپاڼه کې راغلي چې دا جرګه د پرېکړه‌لیک په لوستلو او دواړو لورو ته د وکالت‌لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version