ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د کتابونو بازار پېکه کېدل؛ «له ټولنیزو شبکو ډېرې استفادې د مطالعې کچې ټيټېدو لامل شوې»

هرات کې د کتابونو بازار پېکه کېدل؛ «له ټولنیزو شبکو ډېرې استفادې د مطالعې کچې ټيټېدو لامل شوې»

author avatar
5 Dec 2023 - 18:03
هرات کې د کتابونو بازار پېکه کېدل؛ «له ټولنیزو شبکو ډېرې استفادې د مطالعې کچې ټيټېدو لامل شوې»
author avatar
5 Dec 2023 - 18:03

هرات (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): هرات کې ځيني ځوانان او کتاب پلورونکي د کتابونو مطالعې لپاره د انګیزې نشتوالي ته اندېښمن دي او وایي چې له ټولنیزو شبکو ډېره استفاده د دې لامل شوې چې د مطالعې ته د ځوانانو لېوالتیا کمه شي.

د هرات یوه اوسېدونکي راشد اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وویل له بده مرغه مطالعې ته د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې چې دا چاره له څو بېلابېلو مواردو لکه له ټولنیزو شبکو استفاده او نورو محیطي عواملو سرچینه اخلي.

د هغه په خبره، مطالعه د فرد او ټولنې د بدلون کلي ده، که علمي او روزنیز مرکزونه تقویه شي او په تحصیلي مرکزونو کې قیودات رفع شي، که د حکومت له خوا ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، ښایي چې ځوانان بیا ځلي مطالعې ته مخه وکړي د ټولنې او اوسني وضعیت د تغییر لامل شي.

په ورته وخت کې، د هرات ښار یوه بل اوسېدونکی عبدالمنتقم اعتصامي د ځوانانو مطالعه کمرنګه وبلله او ویې ویل چې د دې وضعیت دوام به بدې پایلې ولري.

د عبدالمنتقم په خبره، کله چې په یوه ټولنه کې مطالعه کمه شي، ټولنه د ‎ګمراهۍ لارې ته ځي که وخت د ځوانانو له خوا مدیریت شي او د بېهوده کارونو پر ځای دا وخت مطالعې ته ځانګړی شي ټولنه کې به پراخ بدلون رامنځته شي.

نوموړي وویل چې په ځوانانو کې د مطالعې انګېزې د پام وړ کموالی راغلی او د هغه اصلي ريښه د ځوانانو بې کاري او په یو ډول د ناروښانه راتلونکي په اړه اندېښنه ده.

هغه وویل، دا د حکومت دنده ده څو له پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ملاتړ وکړي او ځوانان د روښانه راتلونکي لپاره بېلابېلو اړخونو کې وهڅوي.

له بلې خوا، د فرهنګي چارو پوهان پر دې باور دي چې د ټولنې پرمختګ په مطالعې سره امکان پیدا کوي او مطالعه د ټولنې د کامیابۍ ښکارندوی ده.

د دغه ولایت یو له فرهنګيانو عبدالواسع جامع احمدي وویل چې انسان په مطالعې سره کولای شي د خپلې دنیا او اخرت لار پیدا کړي او د هغې په رڼا کې ښه ژوند وکړي.

د احمدي په خبره، ځوانان باید په خپله ځان د ټولنې د مثبت تغییر بنسټیز عامل وبولي، ځوانان په مطالعې او په خپلو هڅو کولای شي خپل برخلیک وټاکي.

له مطالعې سره د ځوانانو لېوالتیا کمېدل د ټولنې یوازېنۍ ستونزه نه ده، بلکې په هرات کې کتاب پلورونکي هم د دغه وضعیت دوام ته اندېښمن دي.

د احراري خپرندویې ټولنې د کتابونو د پلور مسوول احمد وایي چې له بده‌مرغه اوس د کتابونو پلور کم شوی ځوانان په ټولنیزو شبکو کې فعالیت لري یا همداسې وخت تېروي.

هغه د دغه وضعیت بل لامل په کورنیو کې اقتصادي کمزورتیا یادوي وایي چې دا چاره هم د دې لامل شوې چې کم کسان د کتاب اخیستو ته مراجعه وکړي.

نوموړي وویل: «دوه کاله مخکې مو هره ورځ کتابونه پلورل، خو اوس ځيني وخت مشتریان نه لرو او یا د ورځې یو یا دوه ټوکه کتابونه پلورو چې دا چاره نه شي کولای زموږ ورځنی لګښت پوره کړي.»

په ورته وخت کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم دغه وضعیت ته اندېښنه وښوده او وایي، د دِې ستونزې د هواري لپاره یاد ریاست مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه څو نندارتونه جوړ کړي دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر آمر مولوي حمیدالله غیاثي وویل: «څو ځله یې د دې موضوع په اړه خپله اندېښنه ښودلې متاسفانه کله کله لیدل کېږي چې یو ځوان په ساعتونو ساعتونو ټولنیزو شبکو کې بوخت وي چې دا چاره هغو ته د روغتیایي ستونزو پیدا لامل هم کېږي.»

غیاثي زیاتوي، کتاب لوړ مقام لري چې هر څومره تکنالوجي پرمختګ وکړي نه شي کولای چې د کتاب ځای ونیسي ټولو ځوانانو ته سپارښتنه کېږي چې مطالعې ته مخه وکړي څو راتلونکی ښه ژوند ولري.

د یادونې ده، مطالعې ته د ځوانانو لېوالتیا کچې ټيټېدل او د هغوی ټولنیزو شبکو ته مخه کول د دې لامل شوي چې له دوو کلونو راهیسې څو خپرندویې ټولنې چې یوه نیمه لسیزه کاري مخینه یې لرله دغه ولایت کې خپل فعالیت ته د پای ټکی کېږدي.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.