ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

10 Dec 2023 - 17:16
10 Dec 2023 - 17:16

اسعداباد (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې څلورو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، د سیمه‌ییزو مسوولینو په ګډون د یوې قومي جرګې له لارې په دوستي بدله شوه.

دغه دښمني نن د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کنډۍ په سیمه کې په دوستۍ بدله شوه.

د یادې جرګې یوه غړي خان‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «دواړو کورنیو کابو ۴۰ کاله له یو بل سره دښمني وکړه او د تاوتریخوالي ډک تریخ ژوند یې تېراوه چې نن یې یو بل ته بخښنه وکړه، او ژمنه یې وکړه چې راتلونکي کې به د وروری په فضا کې ګډ ژوند تېروي .»

هغه وایي چې د دې دښمنۍ پر مهال څلور کسان وژل شوي وو.

د هغه په خبره چې د جرګې د پرېکړې پر اساس که هر لوری په راتلونکي کې سرغړونه وکړي او یو بل ته ستونزې جوړې کړي نو بل لوري ته به پنځه میلیونه افغانۍ د جریمې په توګه ورکوي.

عرب‌ګل چې د یادو کورنیو یو غړی دی او د دې دښمنۍ پر مهال یې د خپلې کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي، وایي، نن خوښ دی چې دغه اوږده دښمني یې په دوستۍ بدله شوه او له دې وروسته به له خپلې کورنۍ سره په ارامه ژوند تېروي.

هغه وویل: «څلویښت کاله مخکې زموږ د خپل کاکا زامنو سره د ځمکې پرسر شخړه راپورته شوه چې په پایله کې یې زما درې ورونه ووژل شول او یو کس هم له مقابل لوري څخه ووژل شو، موږ پښېمانه یو چې د شخړې له امله مو ځوانان له لاسه ورکړل.»

سیداحمد د یادو کورنیو بل لوری هم خوښي څرګندوي چې دښمني یې په دوستي بدله شوه.

هغه وویل: «دښمني زموږ ژوند تریخ کړی و، ټول عمر مو په یوه ځای او بل ځای کې په وېره تېر کړ، زه له ولایتي ادارې او قومي جرګې مننه کوم چې د خبرو اترو له لارې یې زموږ ترمنځ سوله وکړه.»

د چپې درې ولسوال مولوي سیدولي ساجد هم په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې په ټول هېواد کې د سولې او امن فضا رامنځته شوې او ولایتي اداره له قومي مشرانو سره یو ځای په هڅه کوي چې دغه ولایت کې د خلکو ترمنځ راولاړې شوې شخړې او دښمنۍ حل کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین وایي چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې د قومي جرګو له لارې په ټول هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۳۳ دښمنۍ او شخړې حل کړې دي.

Views: 336

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version