ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د دوو چک‌ډیمونو جوړولو چارې پيل شوې

پکتیکا کې د دوو چک‌ډیمونو جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
12 Dec 2023 - 17:23
پکتیکا کې د دوو چک‌ډیمونو جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
12 Dec 2023 - 17:23

 ښرنه (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د پکتیکا ولایت په سروبي او مټاخان ولسوالیو کې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو چک‌ډیمونو جوړولو چارې پیل شوې.

د اوبو او برېښنا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بندونه د یاد ولایت د سروبي ولسوالۍ په سورګل او د مټاخان ولسوالۍ د تودې چینې په کلیو کې جوړېږي.

سرچېنې لیکلي، یادې پروژې د اوبو او برېښنا وزارت په مالي لګښت پلې کېږي چې د چارو په بشپړېدو به یې د یادو ولسوالیو د کرنیزو ځمکو خړبولو ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبه هم تغذیه شي.

د اوبو او برېښنا وزارت لیکلي چې د پکتیکا په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې به د دغه وزارت په مالي لګښت د ۷۵ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو ۲۵ کوچني بندونه جوړ شي.

Views: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.