Pajhwok Afghan News

افغاني سره مياشت په تورخم کې د څه باندې ۲۴ زرو کډوالو درملنه کړې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): ننګرهار کې چارواکي وايي، په تېرو ۴۲ ورځو کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري تورخم کې د څه باندې ۲۴ زره ناروغانو درملنه شوې ده.

مسوولين وايي، په دغو ناروغانو کې ډېر یې پر موسمي ناروغيو اخته کسان وو چې په لاره کې د ناسمې هوا له امله ناروغان شوي وو.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر مولوي صديق‌الله قريشي بدلون د لېندۍ په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري په تېرو ۴۲ ورځو کې تورخم کې د ۲۴ زره او ۴۴۰ بېلابېلو ناروغانو درملنه شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه روغتيايي خدمات په تورخم کې د دې ټولنې د ګرځنده روغتيايي ټيمونو له خوا ترسره شوي او يوازې په تېرو اوو ورځو کې ۱۱۶۹ ناروغان تداوي شوي دي.

په تورخم کې د سرې مياشتې د يوه ګرځنده روغتيايي ټيم مشر ډاکټر عبدالقيوم پژواک ته وویل چې دوی د نورو بېړنيو روغتيايي خدمتونو ترڅنګ د مېندو د زېږون خدمتونه هم وړاندې کوي.

نوموړي زياته کړه: «زموږ خدمات نارمل اوپي‌ډي (سراپا ناروغان)، په نسايي ولادي برخه کې د زېږون په بخش کې هم خدمات وړاندې کېږي،‎ له موږ سره د واکسين بخش هم فعال دی، پانسمانونه هم کوو، لکه کوم ماشوم زخمي شوی وي او یا نور.»

مسوولين وايي، تورخم کې راستنېدونکو هېوادوالو ته په ټولو برخو کې اسانتياوې برابرې شوې او هڅه کېږي ستونزې پر وخت حل شي.

Views: 32

Exit mobile version