ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په باغران کې سلګونه کیلوګرام نشه‌یې توکي له منځه وړل شوي

14 Dec 2023 - 21:05
14 Dec 2023 - 21:05

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې یې سلګونه کیلوګرام نشه‌یي توکي نیولي او سوځولي دي.

د هلمند امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني د لېندۍ به ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د باغران ولسوالۍ په پایسنګ سیمه کې د یو لړ کشفي معلوماتو پر بنسټ د نشه‌يي توکو د تولید او پروسس له وسایل بار یو مازدا موټر یې نیولی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په  یاد موټر کې  ۷۵۰ کيلوګرامه سود، ۶۰۰ کيلوګرامه چینه او نور بېلابېل وسایل بار وو چې له نیول کېدو وروسته وسوځول شول.

د حقاني د معلوماتو له مخې، د یادو توکو په تور یو کس نیول شوی او  د باغران ولسوالۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مسوولینو ته سپارل شوی دی.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version