ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناقانونه فریکونسیو او مخابراتي نشراتو مخنيوي لپاره د څار مرکز پرانیستل شو

د ناقانونه فریکونسیو او مخابراتي نشراتو مخنيوي لپاره د څار مرکز پرانیستل شو

author avatar
26 Dec 2023 - 11:45
د ناقانونه فریکونسیو او مخابراتي نشراتو مخنيوي لپاره د څار مرکز پرانیستل شو
author avatar
26 Dec 2023 - 11:45

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): د ناقانونه فریکونسیو د مخنیوي، د مداخله‌کوونکو دستګاوو د موقعیت‌پېژندنې او د ناقانونه مخابراتي خپرونو مخنيوي لپاره کابل کې د فریکونسیو د څار او کنټرول مرکز پرانیستل شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي، نن پر خپله اېکس‌‌پاڼه ليکلي چې دغه مرکز د اټرا ریاست له خوا د شاوخوا ۱۸۸ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

هغه زياتوي چې د دغه مرکز په پرانیستې سره هېواد کې د ټولو غیرقانوني فریکونسیو مخنیوی کېږي؛ ځکه چې یاد مرکز کولای شي په فریکونسیو کې د مداخله‌کوونکو دستګاوو موقعیت او د غیرقانوني فریکونسیو مشخصات معلوم کړي.

د هغه په وينا، یاده چاره به د مخابراتي خدمتونو کیفیت لوړ او د فریکونسیو د سرچینو ارزښت به خوندي کړي.

Views: 198

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.