ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک ملاتړ وکړ

4 Jan 2024 - 23:18
4 Jan 2024 - 23:18

اټلانټا ( پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک ملاتړ کړی چې پکې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي ځانګړي استازي‌ ګومارل کېدل تصویب شوي.

د امنیت شورا د تېرې جمعې په ورځ (مرغومي اته) افغانستان لپاره د یو ځانګړي استازي د ټاکل کېدو او د سرپرست حکومت سره د تعامل په اړه وړاندیز تصویب کړ. دا وړاندیز د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي سينيرلي اوغلو کړي و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلرپه واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دوی ددې پرېکړه لیک ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه : «دا پرېکړه لیک د افغانستان لپاره د یو ځانګړي استازي د ټاکل کېدو غوښتنه کوي. زموږ باور دا دی چې یو ځانګړی استازی به په ښه موقف کې وي چې د افغانستان سره نړۍوال تعامل تنظیم کړي چې په پرېکړه لیک کې ټاکل شوي‌ اهداف ترلاسه شي.»

میلر وایي، دا پرېکړه لیک سرپرست حکومت ، د افغانستان خلکو او نړۍ ته دا پیغام ورکوي او څرګندوي چې د امنیت شورا د داسې یوې پروسې ننګه کوي چې په اساس یې افغانستان د خپلو نړیوالو تعهداتو په پوره کولو سره له نړیوالې ټولنې سره یو ځای [مدغم] کېږي.»

د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې غوښتل شوي چې د سينيرلي اوغلو د سپارښتونو د ترویج لپاره او په ځانګړي ډول د جنسیتي مسائیلو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی معرفي شي.

بلخوا د بشري حقونو یو شمېر ملاتړو سازمانونو هم د دغه پرېکړه لیک ملاتړ کړی دی د «بشري حقونو د فعالانو اتحاد» په نوم یوې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي‌ وو: «د بشري حقونو فعالان غوښتنه کوي چې دا په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر (یوناما) ځای ونیسي. ځکه چې یوناما د تیر حکومت سره د مرستې په موخه رامنځ ته شوې وه او د تیر حکومت د وړاندیز پر اساس جوړه شوې وه او اوس مهال افغانستان یو مشروع او رسمي دولت نلري.»

دوی وايي چې په خپلې دغې اعلامیې کې له ۲۰۰ څخه د زیاتو فعالانو او د مدني ټولنو د ۱۰۰۰ نظریاتو ته ځای ورکړی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د امنیت شورا ددې پرېکړه لیک ملاتړ کړی دی.

خو د افغانستان سرپرست حکومت وايي چې د داسې یو استازي ټاکلو ته اړتیا نه شته.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي وو: «…د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یو بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي، ځکه چې ځمکني واقعیتونه ښيي چې افغانستان په شخړه کې ښکېل هېواد نه دی او اوسمهال پکې داسې یو مرکزي حکومت واکمن دی چې د هيواد ګټې ساتلی او مکلفیتونه یې ترسره کولای شي او دا وړتيا لري چې د دوو اړخیزو او څو اړخيزو میکانیزمونو له لارې مسایل مدیریت کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې چین او روسیې هم له دې امله ياد پرېکړه‌لیک ته رایه نه ده ورکړې، چې اسلامي امارت ورسره هوکړه نه ده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر دا خبره هم وکړه د ښځو او نجونو د حقونو او زده کړو په هکله د طالبانو د پرېکړو په اړه د واشنګټن اندېښنه په خپل ځای ده.

یادونه: په دې خبر کې د امریکا غږ له راپور څخه استفاده شوې.

 

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version