کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې اته کسان د کا او ذیکب له څه باندې ۴۳۵۰۰ ټابلیټونو سره نیولي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د کابل امنیې قوماندانۍ د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو په بېلابېلو عملیاتو کې اته تنه له ۵۰۶ قرصه ټابلېټ کا او ۶۱۰۰ پاکټه ذیکب چې تعداد یې ۴۳۰۰ قرصه کېږي، نیولي دي.»
هغه لیکلي چې په یادو عملیاتو کې یوه موټر هم ترلاسه شوی او د نیول شوو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
د ډاکټرانو په وینا، «کا» ټابلېټ یو ډول نشهيي توکي او ډېر خطرناک دي چې د امفتامین له مشتقاتو دي او کیمیاوي نوم یې ميتایل ډي اوکسي میتایل امفتامین دی. د دغو ټابلېټونو په یو ځل کارونې سره مغزي حجرات تخريبېږي او د تفکر او تصمیم نیونې ځواک له دایمي اختلال سره مخ کېږي.
ذیکب هم نشهیي ټابلېټونه دي چې د ډاکټرانو له توصیې پرته باید ونه خوړل شي.
Views: 275