کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وايي چې د درېیمې حوزې پولیسو شپږ کسان له ۲۲ زره «ذیګپ» ګولیو سره یوځای نیولي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې له دغو کسانو سره چرس او ټابلېټ «کا» ګولۍ هم نیول شوي دي.
خو سرچینې د نیول شوو چرسو او ټابلېټ «کا» ګولیو د کره اندازې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د کابل امنیې قوماندانۍ دغه راز ویلي چې د درېیمې حوزې پولیسو یوه ښځه چې له خلکو به یې مبایلونه غلا کول، له نهه سیټه مبایلونو سره یوځای نیولې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نیول شوو کسانو دوسیې ترتیب او اړوندو ارګانونو ته به وسپارل شي.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن