کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي چې په کابل ښار کې د دوو پاکستانیانو په کډون لس کسان له ټابلیټ کا، چرس او پوډرو سره نیول شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې عمومي رییس عبدالله عزیزي وایي چې دغه کسان یې د څلورو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار په دویمه، لسمه، اوولسمه او پنځلسمه حوزو په مربوطاتو کې نیولي دي.
هغه زیاته کړه چې له نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو شيږ کسان د کابل ښار په ۱۷مه حوزه کې له پېژندلو وروسته چې درېنیم کیلوګرامه پوډر، ۷۰۰ دانې ټابلیټ کا، دوه کلاشینکوف او یوه تومانچه ورسره وو، نیولي دي.
دغه راز هغه وویل چې د کابل ښار په دویمه حوزه کې د دوو عملیاتو په ترڅ کې یو کس له ۳۵۰ کا ټابلیټونو او دغه راز بل کس بیا له یو اندازه چرسو سره نیول شوي دي.
نوموړی زیاتوي، امنیتي منسوبینو یو ورور او خور چې پاکستانیان دي، د کابل ښار په ۱۵مه حوزه کې له ۱۴ کیلوګرام کا ټابليټونو سره نیولي چې دوسیه بشپړه او اړوند ارګانونو ته سپارل شوې.
دغه راز د کابل امنیه قومانداني له نشه یي توکو سره د مبارزې عمومي مدیر د یادو کسانو د نیول کېدو د وخت په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن