ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږو کلونو کې د میمنې د ٣٣ کیلومتره سړکونو جوړولو پروژه نه ده بشپړه شوې

20 Jan 2024 - 16:52
20 Jan 2024 - 16:52

میمنه (پژواک،۳۰ جدي ‍۱۴۰۲): د فاریاب ځيني اوسېدونکي او مسوولین وایي، نږدې شپږ کاله کېږي چې د میمنې ښار ۳۳ کیلومتره سړکونو جوړولو پروژې د قرارداد تېریږي، خو قراردادي شرکت د دې پروژې کارونه تر اوسه نه دي بشپړ کړي.

د هغوی په خبره، د قراردادي شرکت د غیرمعیاري او نیمګړي کار له امله ترافیکي پېښې ډېرې شوې، ویالې په کثافت‌دانیو بدلې شوې چې چاپېریال یې ککړ کړی دی.

خو قراردادي شرکت د یادې پروژې چارو درېدو لامل په هېواد کې وروستي تحولات یادوي او وایي چې له حکومته څه باندې ۲۲۵ میلیونه افغانۍ غواړي، که د دوی پیسې ورکړل شي، د پروژې پاتې کارونه په څو راتلونکو میاشتو کې بشپړ شي.

د میمنې ښار د بلوچخانې ګذر یوه اوسېدونکي سید عارف پژواک ته وویل، د سړکونو دواړو غاړو ویالې په کثافت‌دانیو بدلې شوې او دوی یې له بدبویي په تکلیف دي، حکومت دې قراردادي شرکت حاضر کړي او پاتې کارونه دې پرې بشپړ کړي.

د میمنې ښار یوه بل اوسېدونکي ګل‌اغا پژواک ته وویل چې قراردادي شرکت د سړکونو او ویالو جوړولو په موخه میلیونونه ډالر له بیت‌الماله اخیستي څو د ښاروالۍ او خلکو ستونزې پرې حل شي، خو برعکس ستونزې یې لا ډېرې کړې دي.

هغه وویل: «ویالو کې کثافات او خځلې پراته دي، هره ورځ ترافیکي پېښې کېږي، ماشومان، ښځې او سپین‌ږیري لوېږي او ژوبلېږي، له اسلامي امارته غواړو چې قراردادي شرکت مجبور کړي څو د ویالو د سر پلېټونه جوړ کړي څو خلک له ستونزو خلاص شي.»

د میمنې ښاروالۍ د تنظیف برخې کارکاوونکی محمدعارف وایي چې د قراردادي شرکت د نیمګړي پاتې کار له امله د سیمې خلک ټول کثافات او خځلې په ویالو کې غورځوي او د تنظیف ډله یې له ستونزو سره مخ کړې ده.

هغه زیاته کړه: «له کانکرېټ‌اچونې مخکې مو د یوې کوڅې ویالې په یوه ساعت کې پاکولې، اوس یې په دوو ورځو کې نه شو کولای چې ویالې پاکې او کثافات یې انتقال کړو.»

د ښاروالۍ یوه صفاکار نعمت‌الله د میمنې ښار له اوسېدونکو شکایت کوي او وایي: «ځیني خلک ډېر بې احساسه او بې انصافه شوي، د خپلو کورونو کثافات چې د تشنابونو اوبه او د ماشومانو پمپرونه دي، ویالو کې اچوي او خوشې کوي، د پاک‌کارۍ پر مهال زموږ کالي او بدن چټلېږي او موږ ناروغوي.»

د فاریاب د چاپېریال‌ساتنې ادارې رییس حافظ محمداسماعیل ایوبي د میمنې ښار د اوسېدونکو ستونزه مني او وایي چې ویالې غیرمعیاري جوړې شوې، اوبه ترې نه وځي او په عین وخت کې خلک هم خځلې او کثافات په کې غورځوي، دا چاره د چاپېریال ککړتیا لامل هم شوې، ویالې د حشرو په ځالو بدلې شوې دي.

دغه راز د میمنې ښاروال داملا ګل‌احمد مبشر وایي، قراردادي شرکت د میمنې ښار دننه د ۳۳ کیلومتره سړکونو جوړولو چارې نابشپړې پرېیښې، ویالې یې غیرمعیاري جوړې کړې، خلکو او ښاروالۍ ته یې ستونزې پیدا کړې دي.

مبشر وویل، د میمنې ښار د یادې پروژې له تطبیق مخکې د افغانستان یو له پاکو ښارونو ګڼل کېده خو د قراردادي شرکت له خوا د کارونو نیمګړي پاتې کېدل د دې لامل شوي چې ویالې د کثافاتو او حشراتو پر ځالو بدلې شي او چاپېریال هم ککړ کړي.

د میمنې ښاروال وایي چې د خلکو شکایتونه او د سړکونو غاړو ویالو موضوع یې د ولایت رهبرۍ او په کابل کې له چارواکو سره شریکه کړې او هغوی ورسره د ستونزو د حل او پروژې بشپړېدو په موخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

بلخوا، د فاریاب د ټولګټو رییس داملا حمیدالله وایي چې د ۳۳ کیلومتره سړکونو جوړولو پروژه په ۱۳۹۷ کال کې د ټولګټو وزارت د ۹۱۴ میلیون افغانیو په بودجه د فیض فضل‌الله شرکت له لوري پیل شوې وه چې د سړکونو قیر بشپړ شوی، خو د ښار د ځينو ویالو ګرېل (د ویالو سرونو پلېټونه) او مزایک کاري لا تر اوسه پاتې دي چې څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

نوموړي زیاته کړه، خلک له ویالو شکایت لري چې د چاپېریال د ککړتیا او د ترافیکي پېښو ډېرېدا لامل شوې، دا موضوع یې په ځلونو د ټولګټو له وزارت سره شریکه کړې څو قراردادي شرک حاضر او پاتې کارونه پرې بشپړ کړي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پژواک ته وویل چې یاد وزارت د میمنې ښار د ۳۳ کیلومتره سړکونو پروژه لا تر اوسه نه ده تسلیم کړې او د کومو پروژو کارونه چې مخکې پیل شوي وو، تر څارنې لاندې دي.

هغه وویل، د ټولګټو وزارت پلان لري چې د مخکني نظام ټولې پروژې بشپړې کړي.

خو د فیض فضل‌الله شرکت استازی حاجي فضل کریم د خلکو او مسوولینو شکایتونو په اړه وايي چې د میمنې ښار سړکونو د ویالو او ځينو پلیو لیارو مزایک‌کارۍ کارونه په هېواد کې د وروستي بدلون له امله درېدلي دي.

نوموړي وویل، د شرکت شاوخوا ۲۲۵ میلیونه افغانۍ چې د تامیناتو، تضمین او اینوایس دي، له حکومت سره دي، څو ځلې یې ټولګټو وزارت ته مراجعه کړې، کله چې د شرکت پیسې ورکړل شي، د ۳۳ کیلومتره سړکونو پاتې کارونو به ترسره کړي.

د هغه په خبره، څو ورځې مخکې د ټولګتو وزارت ژمنه وکړه چې ۱۴۵ میلیونه افغانۍ د ضمانت په بدل کې شرکت ته ورکوي، د دې ژمنې په عملي کېدو به د ویالو پلېټونه او د پیاده‌رونو مزایککارۍ پاتې کارونه په دوو میاشتو کې بشپړ شي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version