ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د فوټسال ژمني جام سیالۍ پیل شوې

لوګر کې د فوټسال ژمني جام سیالۍ پیل شوې

author avatar
21 Jan 2024 - 17:41
لوګر کې د فوټسال ژمني جام سیالۍ پیل شوې
author avatar
21 Jan 2024 - 17:41

پل‌علم (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۲):  لوګر کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د «ژمني جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل، د فوټسال دغه سیالۍ د مرکز پل علم په «لودین جمنازیم» کې پيل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، په پيل شوو سیالیو کې د ولایت په کچه غوره لوبډلې ګډون لري او موخه یې په دغه ولایت کې د فوټسال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همدارنګه د ورزشکارانو ترمنځ غوره همغږي او اړیکې رامنځته کول دي.

د دغو سیالیو یوه لوبغاړي احمد میلاد پژواک ته وویل، خوښ دی چې د لومړي ځل لپاره د ولایت په کچه د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې هم د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د لوګر، کابل، میدان‌وردګ او کاپیسا ولایتونو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال یوه میاشتنۍ سیالۍ ترسره شوې.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.