ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډنمارک پاک او سومالیا فاسد هېوادونه اعلان شول؛ افغانستان څلور درجې کښته شوی

31 Jan 2024 - 02:21
31 Jan 2024 - 02:21

اټلانټا (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د روڼتیا نړۍوال سازمان په خپل کلني راپور کې ډنمارک له فساده پاک او سومالیا له فساده ډک هېوادونه اعلان کړي او ویلي یې دي چې افغانستان څلور درجې کښته شوی خو اسلامي امارت وايي چې افغانستان له فساده پاک او د نړۍوال شفافیت محاسبه کې پر مخکني ځای دی.

د روڼتيا نړۍوال سازمان د سلواغې په ۱۰مه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نړۍ په ١٨٠ هېوادونو کې یې په دې اړه سروې او پوښتنې کړې او بيا يې خپل راپور چمتو او خپور کړى دى.

د روڼتيا نړۍوال سازمان (ټرانسپرنسي انټرنېشنل) له خوا د خپور شوي لېست له مخې، افريقايي هېواد سوماليا د پخوا په څېر يو ځل بيا د نړۍ تر ټولو فاسد هېواد اعلان شوى دى.

د ياد سازمان ارزونو له مخې، کوم هېواد چې صفر نومرې ترلاسه کړي، هغه د نړۍ تر ټولو مفسد او څوک چې ١٠٠ نومرې واخلي، نو کم فاسد يا  پاک هېواد اعلانېږي.

د روڼتیا نړۍوال سازمان په تازه راپور کې راغلي چې افغانستان د نړۍ هغو هېوادونو په ډله کې دی چې اداري فساد په کې ډېر و. افغانستان چې واک یې اوس له سرپرست حکومت سره دی، د اداري فساد په شاخص کې یې د ۱۸۰ هېوادونو له جملې په ۱۷۱یم مقام کې دی.

افغانستان د اداري فساد اندازې معلومولو لپاره له ټاکل شوو امتیازونو ۲۰ امتیازونه ترلاسه کړي دي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې عدالت او په ګټوره توګه د قانون حاکمیت په داخلي او نړۍواله کچه د اداري فساد په مخنیوي کې مهم نقش درلود. په راپور کې دا هم ویل شوي چې د عدالت او قانون حاکمیت په نه شتون کې هغه کسان چې له واکه یې ناوړه ګټه اخیسته، له عواقبو سره نه دي مخ شوي.

بلخوا د  افغانستان سرپرست حکومت د رونټیا نړۍوال سازمان دغه راپور رد کړی دی.

د اسلامي امارت  ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر اېکس شبکې لیکلي: «افغانستان له فساده خالي هېواد دی، د نړۍوال شفافیت په محاسبه کې هم افغانستان په ۱۶۲مه درجه کې قرار لري چې ښه موقعیت دی؛ دا چې د تېر کال په نسبت ۴ درجې ټیټ والی ښيي، معنا یې دا نه ده چې په افغانستان کې به فساد زیات شوی وي؛ بلکې ممکن په نړۍ کې د ځینو نورو هېوادونو د شفافیت حد لوړ شوی وي.»

د دغه سازمان په راپور کې چې صومالیا، ونزویلا او سوریه په ترتیب سره د اداري فساد په شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په جملې کې د نړۍ تر ټولو مفسد او ډنمارک تر ټولو پاک هېوادونه بلل شوي.

تر صومالیا، ونزویلا او سوریې وروسته یمن، سوېلي سوډان، نیکاراګوا، شمالي کوریا، هایتي، استوایي ګیني او ترکمنستان هغه هیوادونه دي چې په دغه شاخص کې له څلورم څخه تر لسم مقام پورې ځای لري.

د نړۍوال شفافیت سازمان په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې ډنمارک، فنلنډ او نیوزلینډ بیا د نړۍ هغه هېوادونه دي چې اداري فساد په کې تر ټولو لږ و؛ له دې درېیو هېوادونو وروسته ناروې، سنګاپور، سویس، هالنډ، جرمني او لکزامبورګ بیا د اداري فساد په شاخص کې له څلورم څخه نیولې تر لسم مقامونو پورې ځای لري.

همدا دوه عناصر، د قانون حاکمیت او عدالت د ډیموکراسۍ اصلي پایې بلل شوي او په راپور کې دا هم ویل شوي، هغوی چې د قانون حاکمیت او عدالت پلي کېدو څخه ژغورل کېږي او عواقب یې نه وګوري، په ټولنه کې د بې عدالتۍ او قانون حاکمیت ماتېدو سبب کېږي.

د دې نړیوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې د نړۍ ۱۸۰ هیوادونو د جملې څخه په تیرو ۱۲ کالونو کې یوازې ۱۸ هیوادونو د اداري فساد سره د مبارزې لپاره اصلاحات کړي او همدا د فساد د کمښت سبب شوی.

خو په راپور کې دا هم ویل شوي چې په همدې موده کې په ۲۴ هېوادونو کې اداري فساد لا ډېر شوی دی.

یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې ده.

Views: 113

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version