ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې د ټول‌ټاکنو په ورځ لسګونو امنیتي پېښو کې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

8 Feb 2024 - 23:14
8 Feb 2024 - 23:14

اټلانټا (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، پاکستان کې د ټول‌ټاکنو په ورځ په لسګونو امنیتي پېښو کې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستان کې نن د پنجشبې په ورځ ( د سلواغې په ۱۹مه) پارلماني ټاکنې ترسره شوې، د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په موخه په ټول پاکستان کې د ګرځنده ټیلیفوني خدمتونو له موقت ځنډ ‎ترڅنګ له افغانستان او ایران سره لارې هم تړل شوې وې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه د ورځې په پای کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ټاکنو په ورځ یوازې بلوچستان کې ۵۱ بریدونه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې بریدونو کې ۱۰ سرتیري او دوه عام وګړي وژل شوي او ۳۸ نور کسان ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د ټاکنو د امنیت لپاره یې ۱۳۷ سرتېري ځای پر ځای کړي دي او خلکو ته یې په ټاکنو کې د ګډون لپاره خوندي فضا برابره کړې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په عملیاتو کې پنځه وسله‌وال هم وژل شوي دي.

بلخوا، د رویټرز د خبر له مخې د پاکستان شمال لوېدیځ کې یوه امنیتي چارواکي رووف قیصراني ویلي، څلور پولیس د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان په کولاچي سیمه کې په یوه چاودنه او د دغه ځواکونو پر ګزمه د ډزو له امله وژل شوي دي.

سرچینې ویلي چې یو بل کس د دېره اسماعیل خان په ټانک سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر د ډزو له امله وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په بلوچستان کې د ټاکنو پر دوو دفترونو بریدونه شوي چې د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۲۶ کسان پکې ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version