ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزارشریف ښار واټونو له غاړو د غرفو ټولولو لړۍ پیل شوه

د مزارشریف ښار واټونو له غاړو د غرفو ټولولو لړۍ پیل شوه

author avatar
11 Feb 2024 - 12:59
د مزارشریف ښار واټونو له غاړو د غرفو ټولولو لړۍ پیل شوه
author avatar
11 Feb 2024 - 12:59

مزارشریف (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې د ښاري نظم په موخه یې له دغه ښاره د غرفو او سړک غاړې پلورونکو ټولولو لړۍ پیل کړې، خو دغه کاروباریان بیا د ځانګړي ځای غوښتنه کوي.

د مزار ښاروال محمدکاظم طارق وایي چې د مزارشریف ښار د نظم او ګڼې‌ګوڼې کمېدو په موخه یې له ښاره د غرفو او سړک غاړې پلورونکو ټولولو لړۍ پیل کړې چې تر دې مهاله یې زرګونه غرفې د واټونو له غاړو لرې کړې دي.

طارق زیاتوي، هیچا ته اجازه نه ورکوي څو د مزارشریف ښار د واټونو غاړو او هټیو مخې ته غرفې او کراچۍ کېږدي او د دغه ښار ښکلا کمرنګه کړي.

د هغه په خبره چې دغه لړۍ به له ښاره په بشپړ ډول د غرفو، کټونو او سړک غاړې پلورونکو تر ټولېدو پورې دوام ولري او نورو ځایونو ته به یې ولېږدوي.

په همدې حال کې د ښاروالۍ دغه اقدام د مزارشریف ښار یو شمېر ښاریان ستايي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی اجمل وایي چې د ښار واټونه باید د سړک غاړې پلورونکو او غرفو له شتونه پاک وي څو ښار ښکلا پیدا کړي او ګڼه‌ګونه کمه شي.

هغه زیاتوي، د غرفو، کټونو او لاسي پلورونکو شتون په ښار کې ګڼه‌ګوڼه ډېره کړې او خلک اړ کېږي څو د پلې لارو پر ځای پر عمومي سړکونو تګ راتګ وکړي.

د دغه ښار بل اوسېدونکی فرید هم وایي چې د غرفو، کټونو او لاسي پلورونکو شتون د هټیو مخ کې خلک له ستونزو سره مخ کړي وو.

هغه وویل: «هټیو خپل توکي بهر رااېستل، مخې ته به یې غرفې او کټونه هم وو، د لاسي پلورونکو شتون خو بېخي ډېر و، خلکو تګ راتګ نه شوای کولای، ډېری خلک به د پلیو لارو پر ځای عمومي واټونو کې تګ راتګ کاوه، ښاروالۍ باید دې لړۍ ته دوام ورکړي.»

بلخوا د سړکونو غاړو پلورونکي او غرفه‌لرونکي بیا وایي چې د عوایدو یوازېنۍ سرچینه یې همدا کاروبار دی او ښاروالي باید دوی ته ځانګړی ځای پیدا کړي.

په مزارشریف کې یو لاسي پلورونکی حشمت‌الله چې د اووه کسیزې کورنۍ مسوولیت لري وایي، همدا یې د نفقې پیدا کولو یوازېنۍ لار وه او حکومت باید بدیله لار ورته وسنجوي.

حشمت‌الله له ښاروالۍ غواړي چې لاسي پلورونکو او غرفه لرونکو ته د ښار دننه یو ځانګړی ځای ځانګړی کړي او هلته ولېږدوي.

دغه راز د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق بیا ډاډ ورکوي چې دوی به په یوه ځانګړي ځای کې ځای پر ځای کړي څو خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، د غرفو او لاسي پلورونکو ټولولو لړۍ په داسې کې حال کې پیلېږي چې له دې مخکې د مزارشریف اوسېدونکو د ښار واټونو کې د دوی له شتونه شکایتونه درلودل.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.