ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې په تېر یوه کال کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۶۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

12 Feb 2024 - 15:23
12 Feb 2024 - 15:23

مزارشریف (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): بلخ ولایت کې په تېر یوه کال کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۱۰۸ کسان مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ د ترافیکو مدیر مولوي عبدالقیوم مبارز پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په تېر یوه کال کې په دغه ولايت کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه، د يادو ترافيکي پېښو له امله ۱۰۸ کسان مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه‌راز نوموړي وويل، په تېر يوه کال کې دوى د لاېسنس او موټرونو ته د جواز ورکولو له درکه ۱۸۵ ميليونه افغانۍ عوايد هم ترلاسه کړي دي.

په همدې حال د یاد مدیریت د تنظیم امر مولوي نورعلم قدرت وایي چې د دوی پرسونل هره ورځ د ښاري نظم په موخه د موټرونو بېإځایه دریدو مخنیوی کوي.

نوموړي په مزارشریف ښار کې د ګڼې‌‌ګوڼې کمولو په اړه وويل، د افغانستان د ترافیکو عمومي ریاست پر یوې نوې طرحې کار پيل کړى چې له مخې به یې په ټول هېواد کې ترافيکي ګڼه‌ګوڼه کمه شي.

خو هغه د دې طرحې په اړه ډېر جزئيات ور نه کړل.

دغه‌راز، د مرکز مزارشريف ښار یوه اوسېدونکي نورالدین رحیمي پژواک ته وويل چې ډېری ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتياطۍ او د سړکونو خرابوالي له امله کېږي.

هغه وايي، که اړوند مسوولين له لاېسنس پرته چاته د موټر چلولو اجازه ورنه کړي، نو تر ډېره به ورسره ترافيکي پېښې کمې شي.

همداراز عبدالحی چې په مزارشریف ښار کې ټکسي چلوي، وایي، ډېری موټرچلوونکي په ترافیکي قوانینو نه پوهېږي، که پوهېږي هم سرغړونه ترې کوي؛ ځکه دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

هغه زیاتوي، که څه هم په مزارشریف کې ترافیکي اشارې فعالې دي، خو خلک ترې سرغړونه کوي او دا د دې لامل کېږي چې په ښار کې ګڼه‌ګوڼه ډېره شي.

د دغه ښار یو بل اوسېدونکی مطیع‌الله احمدزی هم ورته څرګندونې کوي او له موټرچلوونکو غواړي څو ترافیکي قوانین مراعت او د خپل او نورو له ژوند سره لوبې ونه کړي.

د يادونې ده، هر کال په افغانستان کې د ترافيکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي چې لامل یې د سړکونو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي ګڼل کېږي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version