ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښاروالۍ له لوري د بیارغونې د درېیو پروژو چارې پیل شوې

14 Feb 2024 - 21:45
14 Feb 2024 - 21:45

خوست ښار (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): د خوست ښاروال وايي، په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو د يونپس ادارې په مالي ملاتړ د ۳.۳ ميليون ډالرو په ارزښت د بيارغونې د پيل شويو پروژو له ډلې له نيمايي ډېرې يې بشپړې شوې دي.

د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال دا څرګندونې نن د «سلواغې ۲۵مه» د ښار په لومړۍ، څلورمه او شپږمه ناحيو کې د يادې موسسې په ملاتړ د درېيو نويو پروژو د پيل پرمهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه، د يونپس همکارې موسسې په مالي ملاتړ يې د ښار په شپږو ناحيو کې د بيارغونې ۲۸ پروژې پيل کړي، چې له دې ډلې د ۱۶ چارې يې بشپړې او ۱۲ نورې تر کار لاندې دي.

هغه وويل چې په دې ټولو پروژو باندې ۳.۳ ميليون ډالر لګښت راځي، چې نېږې ۹ زره کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې.

د ښاروال قاري بسم الله بلال په وينا، په دې پروژو کې د ۳۳ کيلو مترو په اوږدوالي په اساسي ډول د کليوالي سړکونو، لښتيو او ګلدانونو جوړول شامل دي.

ده زياته کړه: «هره تقريباً د سلو زره نېولې تر ۱۵۰ زرو ډالرو ترمنځ مالي لګښت لري او هره پروژه ۹ سوه متره، ۶ سوه متره او ۸ سوه متره اوږدوالی لري. ځينو ځايونو کې داسې وي چې عرض يې ستر وي او خينو کې يې بيا طول ستر وي او په هره پروژه کې ۱۵۰ نفر کار کوي چې يو ماهر او بل غير ماهر دي.»

بل لورته هغه کسان چې د بيارغونې په دې پروژو کې ورته د کار زمينه برابره شوې، خوښي څرګندوي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي پيدا کوي.

يو تن کاريګر حضرت پژواک اژانس سره خبرو کې له نورو موسساتو او ادارو هم وغوښتل چې خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو ته دې په بېلابېلو برخو کې د کار زمينه برابره کړي.

هغه وايي: «موږ دا څه وخت بې کاره و، د کور کرايې هر څه مو نه لرل، هېڅ شی مو نه لرل، چې بازار ته به لاړو کار نه و تش په تشه به کور ته راغلو اوس شکر الحمدالله دا پروژه پیل شوه موږ ته کار پیدا شو او موږ به حلال رزق وګټو.»

يو بل کاريګر احمد شاه هم پژواک اژانس ته وويل چې د بې کارۍ له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ و، د کور کرايې او د کورنۍ اړتياوو پوره کولو لپاره یې چاره نه درلوده، خو د يونپس په دې پروژو کې د کار پیدا کیدو له لارې یې دغه ستونزې هواره شوې.

دی زياتوي: «موږ ډېر خوښ یو چې موږ ته کار پیدا شو او راتلونکې کې نور خوستوال هم ډېر بې کاره دي باید د هغو لپاره هم نوې پروژې او کار پیدا شي.»

د ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د يونپس پروژو پرته په ښار کې د نورو ګڼو پروژو چارې هم روانې دي چې په نېږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې او ګټې اختيستنې ته وسپارل شي.

 

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version