Pajhwok Afghan News

دا اونۍ کابل ښار کې د بورې او سرو زرو بیې ټیټې خو د قزاقي اوړو او ګاز بیې لوړې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲): د تېرو اوو ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د هندي بورې او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د قزاقي اوړو او اوبلن ګاز بیو کې لوړوالی راغلی دی.

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۵۵۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو لوړه شوې ده.

هغه وویل چې هېواد ته د قزاقي اوړو د وارداتو کموالي له امله د کابل ښار بازارونو کې د هغو په بیو کې زیاتوالی راغلی دی.

خو هغه وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۳۳۰۰ نه ۳۲۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د نوموړي په خبره، هېواد ته د بورې د وارداتو زیاتوالي له امله په کابل ښار کې د هغه بیه رالوېدلې ده.

د صافي په خبره، نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړو بیه ۱۴۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د یو شمېر پرچون توکو بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر خو په ځينو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‎زاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۲۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۵۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې په نسبت نن د یو ګرام ۷۵۰ عیارو عربي سرو زرو بیه له ۴۱۵۰ څخه ۴۱۰۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیارو روسي سرو زرو بیه له ۳۲۵۰ څخه ۳۲۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده‎.‎

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو بیو توپیر په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د سون توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه اووه ورځې مخکې د یو لېتر پټرولو بیه ۶۳ افغانۍ او یو لېتر ډېزل بیه۶۰ افغانۍ ده.

خو د کابل ښار کلوله‌پشته کې ګاز پلورونکي محمدشریف وویل چې تېرو اوو ورځو په پرتله نن د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۵۰ څخه ۵۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې په نړۍوالو بازارونو کې هم د اوبلن ګاز بیه لوړه شوې ده.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌حسین وویل چې نن (د سلواغې ۲۹مه) د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۳،۷۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال ‌کې ده چې د سلواغې په ۲۱مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۳ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانۍ تبادله کېدې.

Views: 27

Exit mobile version