ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان د دروازها پنځو ولسوالیو لارې وتړل شوې

د بدخشان د دروازها پنځو ولسوالیو لارې وتړل شوې

author avatar
18 Feb 2024 - 14:29
د بدخشان د دروازها پنځو ولسوالیو لارې وتړل شوې
author avatar
18 Feb 2024 - 14:29

فیض‌اباد (پژواک، ۲۹ دلو ۱۴۰۲): بدخشان کې د واورې اورېدو او واورې ښویېدنې له امله د دغه ولایت له مرکز فیض‌اباد سره د دروازها پنځو ولسوالیو لارې له پرون راهیسې د شکي ولسوالۍ په «ده خواه» سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ‎رییس مولوي محمداکرم اکبري پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دوو ورځو راهیسې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې واوره وریږي.

هغه وایي چې پرون د واورې ښویېدنې له امله د مایمي، شکي، نسي، خواهان او کوف‌اب ولسوالیو لارې د شکي ولسوالۍ په ده خواه کلي کې د ترافیکو پر مخ وتړل شوې.

هغه زیاتوي چې دمګړۍ هم بدخشان کې واوره وریږي او کله چې اورښت ودریږي، نو ګرځنده ټیمونه چمتو دي څو یادې لارې د مسافرو پر مخ بېرته پرانیزي.

هغه دغه راز وویل چې نن سهار د فیض‌اباد زاړه ښار اړوند په چشمه‌ شفا سیمه کې د واورې اورېدو له امله یو کور هم ویجاړ شوی چې له نېکه مرغه چا ته په‌کې ځاني زیان نه دی اوښتی او ‎د زیان‌منو‎ کسانو وضعیت څېړلو لپاره د دغه ریاست مرستندوی ټېم سیمې ته استول شوی دی.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.